د لاس رسي وړ اتصالات

کرونا ویروس؛ افغانستان کې تازه ۸۴۰ تنه کرونا نیولي، ۱۹ تنه مړه شوي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د افغانستان روغتیا وزارت په تیره شپه او ورځ کې د هیواد په ۲۵ ولایتونو کې د کرونا ویروس د ۸۴۰ مثبتو پېښو ثبتېدو او ۱۹ کسانو د مړه کېدو خبر ورکړی دی.

روغتیا وزارت نن سې شنبه مۍ ۲۵ (غبرګولې څلورمه) ویلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کروناویروس د ۳۴۸۹ سمپلونو معاینات کړي چې ۸۴۰ یې مثبت و.

له یادو پېښو څخه تر ټولو زیاتې چې ۲۶۷ په کابل، ۱۲۸ کندهار، ۴۰ بلخ، ۳۰ ننګرهار، ۳۲ تخار، ۳۳ کندز، ۲۶ هلمند، ۲۵ میدان وردګ او پاتې په نورو ولایتونو کې ثبت شوي دي.

د افغانستان د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په دغه هیواد کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۶۷۷۴۳ ته پورته شوو.

همدارنګه په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په نهو ولایتونو کې د کرونا له امله د ۱۹ کسانو په مړه کېدو سره له دغه ویروس نه د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۲۸۸۷ ته لوړ شو.

روغتیا وزارت زیاتوي چې په تیره شپه او ورځ کې ۲۲۳ تنه بیرته له کرونا څخه جوړ شوي چې په دې سره هم د ټولو بیرته روغ شوو کسانو شمېر ۵۶۵۱۸ تنو ته ورسېد.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پيدا شو او وروسته نورې نړۍ ته هم خپور شو.

د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په ټوله نړۍ کې کابو ۱۶۷میلیونه وګړي ورباندې اخته شوي چې له دې شمېرې څه باندې درې میلیونه او ۴۵۵زره مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG