د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې تازه ۶۲۳ تنه کرونا نیولي، ۱۴ نور مړه شوي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د افغانستان روغتیا وزارت په تیره شپه او ورځ کې د هیواد په ۲۲ ولایتونو کې د کرونا ویروس د ۶۲۳ مثبتو پېښو ثبتېدو او ۱۴ کسانو د مړه کېدو خبر ورکړی دی.

روغتیا وزارت نن چهارشنبه مۍ ۲۶ (غبرګولې پنځمه) ویلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کروناویروس د ۳۱۸۸ سمپلونو معاینات کړي چې ۶۲۳ یې مثبت و.

له یادو پېښو څخه تر ټولو زیاتې چې ۱۹۴ په کابل، ۸۸ کندهار، ۳۵ بلخ، ۲۱ ننګرهار، ۶۶ کندز،۱۷ تخار، ۳۷ لوګر، ۲۵ ارزګان،۱۹ لغمان،۲۳ میدان وردګ، ۲۰ هلمند او پاتې په نورو ولایتونو کې ثبت شوي دي.

د افغانستان د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په دغه هیواد کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۶۸۳۶۶ ته پورته شوو.

همدارنګه په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په اوو ولایتونو کې د کرونا له امله د ۱۴ کسانو په مړه کېدو سره له دغه ویروس نه د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۲۸۶۹ ته لوړ شو.

روغتیا وزارت زیاتوي چې په تیره شپه او ورځ کې ۱۹۳ تنه بیرته له کرونا وبا څخه جوړ شوي چې په دې سره هم د ټولو بیرته روغ شوو کسانو شمېر ۵۶۷۱۱ تنو ته ورسېد.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پيدا شو او وروسته نورې نړۍ ته هم خپور شو.

د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په ټوله نړۍ کې کابو ۱۶۷میلیونه وګړي ورباندې اخته شوي چې له دې شمېرې څه باندې درې میلیونه او ۴۵۵زره مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG