د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د بې‌ځایه شویو شمیر ۴.۱ میلیونو ته ورسېد


ملګرو ملتونو ویلي چې په افغانستان کې له ۲۰۱۲ څخه تر اوسه ۴.۱ میلیونه افغانان په کور دننه بې‌ځایه شوي دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د چهارشنبې په ورځ اکتوبر ۲۱ (تلې ۳۰) په یو بیان کې ویلي چې په روان کال کې ۲۲۰زره او په تیر میلادي کال کې ۴۵۶زره افغانان په کور دننه بې‌ځایه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو په اساس یوازې په تېرو لسو ورځو کې ۵۰۰۰ کورنۍ (شاوخوا ۴۰زره کسان) د هلمند له مرکز لښکرګاه، نهر سراج، ناوه بارکزی، نادعلي او مارجه ولسوالیو کې د افغان قواو او طالبانو ترمنځ د جګړو له امله د خپلو سیمو پرېښودلو ته اړ شوي دي.

په افغانستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مشرې کارولین وان بورن د هلمند له بې‌ځایه شویو سره د مرستې او د هغوی پر خوندیتوب ټینګار کړی او ویلي یې دي: "لا زیات بیړني ملاتړ ته اړتیا ده، ځکه چې د کروناویروس د وبا سربېره دغه هېواد (افغانستان) د ناامنیو له ننګونو سره مخامخ دی".

د دغې ادارې موندنې ښيي چې هلمند کې اکثره بې‌ځایه شوې کورنۍ د خوړو، څښاک اوبو، استوګنځي، روغتیايي وسایلو او پیسو له کموالي سره مخامخ دي.

اغلې وان بورن زیاته کړې: "د مرستو رسوونکي بې‌ځایه شویو ته لږ لاسرسی لري او خپل کار ته دوام ورکوي. د مخابراتي اړیکو پرې کېدل، د ماینونو ګواښ او د څو پلونو د تخریب له امله د کندهار-هلمند لویې لارې تړل کېدو، ستونزې لا زیاتې کړې دي".

ملګرو ملتونو ویلي چې د هلمند بې‌ځایه شوي د معیشت له پلوه په خراب وضعیت کې دي، یو شمیر یې شپه او ورځ تر شنه اسمان لاندې تیروي او هغوی چې تر یو بریده په ښه اقتصادي وضعیت کې دي څو کورنۍ د یو دوکان په کرایه کولو سره ځان ته سرپناه موندلې ده.

ملګرو ملتونو دغه راز ویلي چې ملیونونه بې‌ځایه شوي افغانان د جګړې، ناامنۍ او بې‌وزلۍ له امله بېرته خپلو سیمو ته نشي ستنېدلی.

XS
SM
MD
LG