د لاس رسي وړ اتصالات

'لښکرګاه کې ایسار شوي ملکیانو ته باید د وتلو اجازه ورکړل شي'


د بخښنې نړیوال سازمان وايي چې په هلمند کې د درنو جګړو له امله له لښکرګاه ښار څخه ټولې تیرې شوې لارې تړل شوي او د جګړې ښکېلې خواوې باید ملکي وګړو ته له سیمې څخه د خوندي وتلو لپاره اجازه ورکړي.

دغه سازمان د چهارشنبې په ورځ ناوخته د اکتوبر ۱۴ (تلې ۲۳) په یو بیان کې ویلي چې په هلمند کې د جګړو له امله تر اوسه لږ تر لږه ۳۵زره ملکي وګړي د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ شوي دي.

په بیان کې د بخښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا د څانګې مشر عمر ورایچ له قوله ویل شوي: "د ملکي وګړو لپاره په لښکرګاه وضعیت ترینګلی دی او کیدای شي په راتلونکو ورځو کې لاپسې خراب شي. زرګونه خلک د یوې داسې خونړۍ جګړې په منځ کې ایسار دي چې د پای ته رسېدو نښې یې نه لیدل کېږي".

د بخښنې نړیوال سازمان همدا شان ویلي په دې جګړه کې، چې د امریکا هوايي ځواکونه هم د طالبانو پر ضد د افغان ځواکونو ملاتړ کوي، په لښکرګاه ښار کې برېښنا پرې شوې او مخابراتي شبکې او انټرنټ کار نه کوي.

د هلمند د سیمه‌ییزو چارواکو په وینا په دغه ولایت کې د جګړې په لومړیو درېیو ورځو کې پنځه زره کورنۍ د خپلو سیمو پرېښودلو ته اړ شوي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان د سیمه‌ییزو رسنیو د راپورونو په اساس ویلي چې بې‌ځایه شوې کورنۍ د استوګنې ځای نه لري او یو شمیر یې د ګاونډیو سیمو د اوسیدونکو په کورونو کې اړولي دي.

دغه سازمان همداشان د ملګرو ملتونو د مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) له قوله ویلي چې د جګړې له امله سلګونه ملکي وګړي په روغتونونو کې بستري شوي او دغه راز له هلمند څخه کندهار ته غځېدلې یوازینۍ لویه لاره د چاودېدونکو موادو د موجودیت له امله تړل شوې ده.

د بخښنې نړیوال سازمان پر افغان حکومت او نړیوالې ټولنې غږ کړی چې بې‌ځایه شویو کورنیو ته په بیړني ډول د سرپناه، خوړو او نورو بشري مرستو د رسولو ډاډ ورکړي.

ښاغلي ورایچ ادعا کړې چې افغان حکومت له بې‌ځایه شویو کډوالو څخه د ملاتړ په اړه تراوسه څه نه دي ویلي او زیاته کړې یې ده: "د نړیوالې ټولنې په مرسته، چارواکي باید د لښکرګاه اوسیدونکو ته د ژغورنې د لارې په توګه د ګرځنده کلینیکونو د خوړو رسولو او نورو اړینو موادو د چمتو کولو لپاره بیړني اقدامات وکړي".

د تلې په ۲۰مه وسله‌والو طالبانو د هلمند پر مرکز لښکرګاه ښار برید وکړ او له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره یې جګړه پیل کړه چې لا هم دوام لري.

په دې جګړه کې ښکیلو خواو یو بل ته د درنو تلفاتو اړولو ادعا کړې ده خو یوې خوا هم په دې برخه کې کره شمیره نه ده وړاندې کړې.

XS
SM
MD
LG