د لاس رسي وړ اتصالات

یوناما: هوايي بریدونو کې د ملکیانو مرګ‌ژوبله ۵۲٪ زیاته شوې


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (UNAMA) وايي، چې د تیر کال په پرتله په دغه هیواد کې د هوايي بریدونو له امله د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې په کچه کې ۵۲ فیصده زیاتوالی راغلی دی.

یوناما په یو بیان کې چې د سې‌شنبې په ورځ (تلې/ میزان ۳) خپور شوی ویلي، د ۲۰۱۸ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۱۴۹ ملکي افغانان د هوايي بمباریو له امله وژل شوي او ۲۰۴ نور ټپیان شوي، چې دا شمیرې د ۲۰۱۷ کال د همدې مودې په پرتله د ملکي تلفاتو په کچه کې ۵۲ فیصده زیاتوالی ښيي.

یوناما اندیښنه ښودلې، چې د ټولو هوایي بریدونو د ملکي تلفاتو له نیمایي څخه زیاته برخه ښځې او ماشومان دي.

یوناما ددغو پیښو په رامنځ ته کیدو کې ۵۲ فیصده افغان ځواکونه، ۴۵ فیصده بهرني ځواکونه او درې فیصده ناپیژنده دولت پلوه ځواکونه ګرم بللي دي.

یونامه دغه راز، د سپتمبر په ۲۲مه د کاپیسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د یو ښوونکي پر کور هوايي برید ته په اشارې ویلي، چې په دغه برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۹ تنه وژل شوي او زیات شمیر نور ټپیان شوي دي.

یوناما ویلي د برید ټول قربانیان د نیا، نیکه او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ څخه وو او د بلې کورنۍ له شپږو غړو څخه پنځه یې چې ښځې او ماشومان پکې شامل وو د کور د ویجاړېدو له امله ژوبل شوي.

په بیان کې راغلي، لا تر اوسه دا څرګنده شوې نه ده، چې دغه هوايي برید افغان او که بهرنیو ځواکونو ترسره کړی دی.

په افغانستان کې میشتو بهرنیو ځواکونو د کاپیسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د هوايي برید له امله ملکي وګړو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه غبرګون نه دی ښودلی. د افغانستان دفاع وزارت ویلي، چې د دغې پیښې په اړه پلټنې کوي.

یوناما پر مسؤلو خواوو غږ کړی، چې په هوايي بریدونو کې ملکي کسانو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې د لاملونو روښانه کولو لپاره په خپلواکه، بې‌پرې، شفافه او اغیزمنه توګه څیړنې وکړي.

دغې ادارې په جګړه کې ښکیلو خواوو ته یادونه کړې، چې د ملکي وګړو د ژوند خوندیتوب ته جدي پام وکړي او د عامو خلکو د مر‌ګ‌ژوبلې د مخنیوي لپاره، نړیوالو بشردوستانه قوانینو ته په پام اغیزمن ګامونه پورته کړي.

XS
SM
MD
LG