په هند کې د افغانستان سفارت وايي د دوی تر پرله پسې هڅو وروسته، د هند حکومت په هغه هېواد کې د مېشتو افغانانو لپاره د اقامت د اضافې مودې جرمانې کمې کړي دي.
دغه سفارت تېره ورځ پر خپلې فېسبوک پاڼې لیکلي، هغه افغانان چې له خپل ټاکل شوې مودې څخه د زیات وخت لپاره په هند کې پاتې شوي تر دې وروسته له دغه هېواد څخه د وتلو پرمهال کولی شي لاندې کمه جرمانه ورکړي.
د افغانستان سفارت ویلي:"له یوې ورځې څخه تر ۱۵ ورځو پورې ۵۰۰ هندۍ روپۍ، د ۱۶ څخه تر ۹۰ ورځو پورې ۵۰۰۰ هندۍ روپۍ،د ۹۱ څخه تر دوه کاله پورې ۱۰۰۰۰ هندی روپۍ،د دوو کلونو څخه ډیرې موده په تیرولو سره ۲۰۰۰۰ هندی روپۍ ورکړي."
د هند حکومت تر دې مخکې په هغه هېواد کې تر ټاکل شوې نېټې د اضافي وخت تېرولو د جرمانې په توګه ۳سوه امریکايي ډالر اخیستل.
دا په داسې حال کې ده چې ګڼ شمېر افغانان د سوداګرۍ، د ناروغانو د درملنې او نورو اړتیاو د پوره کولو لپاره هند ته سفرونه کوي.