د لاس رسي وړ اتصالات

په هند کې د یو مسلمان ژوندي سوځولو خلک په غوسه کړي


په هند کې د کرکې په اساس د یو مسلمان کس په تبر د وهلو او ژوندي سوځولو ویډیو سخت غبرگون راپارولی دي.

د هند د راجهستان په ایالت کې یو سختدریځه هندو مسلمان کاریگر په تبر وواهه او بیا یې هغه ته اور واچوو تر څو هغه مړ شي. پولیس وایي په پیښې کې ککړ کس نیول شوی دی.

دغه سختدریځه هندو د دغه مسلمان کس په تبر د وهلو او د اور د اچولو ویډیو هم جوړه کړیده او په ټولنیزو رسنیو یې خپره کړیده. هغه په دغه ویډیو کې وایي چې "هر هغه کس چې د 'مینې جهاد' کوي، همدا به یې انجام وي." هغه دا هم وایي چې "جهادیانو زمونږ د ملک نه ووځئ. مونږ بابري مسجد ونړاوه خو څه گټه یې ونکړه."

په هند کې سختدریځه هندو مذهبي ډلې چې د مینې د جهاد اصطلاح کاروي، وایي چې مسلمانان د هندوانو جینکو سره واده کوي او هغوي بیا مسلمانوي. د مسلمانانو د حقونو فعالین دا ډول تورونه په سختۍ ردوي.

پولیس وایي چې وژل شوی کس افروزالحسن نومیده او د ختیځ بنگال یو ۴٥ کلن کارگر و.

په ویډیو کې ښیي چې حسن د خپل ژوند لپاره چغې نعرې وهي. پولیس وایي چې د پیښې په مهال یو بل کس هم موجود و چې ویډیو یې جوړوله.

د راجهستان د کورنیو چارو وزیر گلاب چند کټاریه خبریانو ته ویلي دي چې دا ډیره د خواشینۍ وړ ده چې یو کس څوک د کیمرې مخې ته وژني او بیا ورته اور اچوي. هغه وویل چې قاتل نیول شویدی. دغه کس شمهبو لال نومیږي او روحي ناروغي لري.

د وژل شوي افروزالحسن مور خبریالانو ته وویل چې هغې ته دا نده معلومه چې زوی یې ولې وژل شویدی. خو هغې د چارواکو نه غوښتي دي چې مسولو کسانو ته دی سزا ورکړي.

​د ویډیو د خپریدو نه وروسته په هند کې د بشري حقونو فعالینو او د ټولنیزو رسنیو کار کونکو دغې پیښې ته سخت غبرگون وښود.

د بشري حقونو فعاله گرمهرکور په خپل ټویټر لیکلي چې "پکار ده چې مونږ راویښ شو، پاڅو او خپلې پښې په ځمکه ولگاو. مونږ نه غواړو چې دا ډول ملت شو. زمونږ ځمکه د نړۍ لپاره د عدم تشدد مثال دی. په راجهستان کې چې څه پیښ شویدي، د شرم خبره ده."

د هند یو مشهور اداکار لیکي چې "خوشحاله شوم چې مسول کس نیول شویدی. افرین شه په چارواکو. دغه کس بندي کړئ او د بند کیلۍ وغورځوئ."

د هند حکومت وایي چې د پېښې په هکله به ژر تحقیقات مکمل کړي او د دغه ویډیو د خپریدو د مخنیوي لپاره یې هم اقدامات کړيدي. د یادونې وړ ده چې دغه ویډیو تراوسه پورې په لکونو خلکو لیدلي ده.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG