د لاس رسي وړ اتصالات

عمران خان: که هند برید وکړ سمدستي به ځواب ورکړو


د پاکستان صدراعظم، له هنده غوښتي که د پلوامه برید په اړه ثبوت ولري له دوی سره دې شریک کړي چې پر ضد یې اقدام وکړي.

عمران خان نن سې شنبې په یو بیان کې له هند څخه غوښتي چې د پلوامه د ځانمرګي بريد په اړه پراخې پلټنې وکړي، او زیاته کړې ده چې هند بېله کوم ثبوته پر پاکستان په دغه برید کې د ښکېلتیا تور لګولی دی.

عمران خان خبرداری ورکړ که چېرې هند پر پاکستان بريد وکړي، سمدستي به ځواب ورکړي، هغه وويل جګړه پیل کول اسان دي، خو ختمول يې بيا د يو سړي کار نه وي.

هغه وويل د کشمیر مسئله بايد د خبرو د لارې هواره شي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د بهرنیو چارو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم له ملګرو ملتونو څخه غوښتي چې د پلوامه تر برید وروسته د پاکستان او هند ترمنځ د رامنځته شوو اندېښنو په هواري کې مرسته وکړي.

د رویټرز خبري‌ اژانس د راپور له‌مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د سې شنې په ورځ د «فبروري پر۱۹مه» د ملګرو ملتونو له سرمنشي انټونیو ګوتریش څخه په یو لیک کې غوښتي چې د هند لخوا پاکستان ته د متوجه ګواښ په اړه پاملرنه وکړي.

قریشي په دغه لیک کې ویلي:" په سیمه کې د مخ په خرابېدونکي امنیتي وضعیت په اړه چې یو له هغوی د پاکستان په وړاندې د هند د زور کارولو ګواښ دی، دا ډېره مهمه ده په اړه یې ستاسو توجه غواړو."

نوموړي په دغه لیک کې همدارنګه زیاته کړې چې دا ډېره اړینه ده چې ملګري ملتونه باید د رامنځته شوو اندېښنو په ختمولو کې هڅې وکړي.

پلوامه کې ځانمرګي برید د هند نیمه پوځ ۴۱ سرتېرې ووژل
پلوامه کې ځانمرګي برید د هند نیمه پوځ ۴۱ سرتېرې ووژل

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر پر داسې مهال له ملګرو ملتونو څخه د منځګړیتوب غوښتنه کوي چې د تېرې پنجشنې په ورځ د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې ځانمرګي برید ۴۱ نیمه پوځي هندي سرتېري ووژل چې په هند کې پراخ غبرګونونه راوپارول.

تر دغه برید وروسته د هند صدراعظم نرندرا مودي خبرداری ورکړ چې په هندي کشمیر کې د پنجشنبې د ورځې مرګونې حملې ته به "سخت ځواب" ووایي.

دا په داسې حال کې ده چې نن سې شنبې د هندي پوځ یو لوی قوماندان دیلن هم ویلي چې د دوی څېړنې ښه يي چې د دغه برید تر شا د پاکستان د استخباراتي‌ ادارې «ای.اېس آی» لاس دي.

نرندرا مودي
نرندرا مودي

که څه هم د دغه برید مسؤلیت په پاکستان کې مېشتې جېش محمد ډلې منلی، خو پاکستان ویلي چې په دغه برید کې لاس نه‌لري.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ ښاغلي نرندرا مودي یو ځل بیا ویلي چې د کشمیر تر برید وروسته د خبرو وخت تېر شوی، او د دې وخت را رسېدلی چې هند په دې اړه عملي ګام پورته کړي.

نوموړي ویلي، په دې اړه چوپه خوله پاتې کېدل او هېڅ نه کول ترهګرۍ ته وده ورکوي.

XS
SM
MD
LG