د لاس رسي وړ اتصالات

کشمیر کې جنګېدونکو وسله والو ته د هند خبرداری


د هندي ځواکونو یو لوی قوماندان ویلي چې د هند تر ولکې لاندې د کشمیر په پلوامه سیمه کې د وروستي ځانمرګي برید تر شا د پاکستان د څارګرې ادارې «ای اېس ای» لاس و.

د تېرې پنجشنبې په ورځ په پلوامه سیمه کې ځانمرګي برید د هند ۴۱ نیمه پوځي سرتېري ووژل چې مسؤلیت په پاکستان کې مېشتې جېش محمد ډلې په غاړه واخیست.

کشمیر کې د تېرې اونۍ برید ۴۱ سرتېري ووژل
کشمیر کې د تېرې اونۍ برید ۴۱ سرتېري ووژل

د رویټرز خبري اژانس د راپور له‌مخې د هندي ځواکونو قوماندان جنرال «K.J.S» دیلنDhillon ویلي چې د دوی د څېړنو له‌مخې د برید تر شا لاس لرونکي کسان تقیب شوي او زیاته کړې ده چې د پولې له هغې غاړې پاکستان څخه رابلل شوي و.

هغه ویلي:"دا برید د پاکستان د «ای.اېس. ای» او د جېش محمد ډلې لخوا کنټرولېده."

د رویټرز خبري اژانس د راپور له‌مخې د هندي ځواکونو قوماندان د خپلو ادعاو په اړه نور اسناد او شواهد نه دي وړاندې کړي.

دغه قوماندان تر دغه برید وروسته په کشمیر کې له جنګېدونکو جنګیالیو غوښتي چې که وسلې پر ځمکه کښېنږدي وبه وژل شي.

نوموړي‌ پر کشمیریو مېندو غږ کړی چې له خپلو بچیانو وغواړي چې له ترهګرو ډلو بېرته راوګرځي.

دا ‌په داسې حال کې ده چې د هند پولیسو ویلي و چې وايي د پلوامه بریدګر، عادل احمد، نومېدی او د همدغې سیمې د پلوامه اوسېدونکی و چې په ۲۰۰۸مېلادي کال کې له جیش محمد سره یو ځای شوی و.

د یادونې وړ ده چې تېره ورځ په یاده سیمه کې د هندي ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو پرمهال له وسله والو سره نښته کې څلور نور هندي سرتېري او دوه وسله وال ووژل شول.

دغه برید په هند کې پراخ غبرګونونه راوپارول او د هند صدراعظم نرندرا مودي خبرداری ورکړ چې په هندي کشمیر کې د پنجشنبې د ورځې مرګونې حملې ته به "سخت ځواب" ووایي.

هندي سرتېري
هندي سرتېري

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ ښاغلي مودي یو ځل بیا ویلي چې د کشمیر تر برید وروسته د خبرو وخت تېر شوی، او د دې وخت را رسېدلی چې هند په دې اړه عملي ګام پورته کړي.

نوموړي ویلي، په دې اړه چوپه خوله پاتې کېدل او هېڅ نه کول ترهګرۍ ته وده ورکوي.

پاکستان په دغه برید کې خپل لاس لرل رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG