د لاس رسي وړ اتصالات

هند او اروپایي اتحاد د سختدریځۍ د مخنیوي لپاره کار کوي


د هند او اروپایي اتحادیې غړو ملکونو د جمعې په ورځ ( اکتوبر ٦) یو تړون لاسلیک کړ چې په گډه د سختدریځۍ د مخنیوي لپاره کار وکړي. په دغه لړ کې به خاصه توجه په انټرنیټ یا انلاین سختدریځۍ ته وشي.

په دی برسیره هند او اروپایي اتحادیې د سمندري امنیت د زیاتولو په مسله هم خبرې وکړی.

دغه تړون د هند او اروپایي اتحادیې د ١۴مې غونډې په اخیره کې لاسلیک شول. دواړه خواوې په دې سره موافقه دي چې د بهرني ترهگرو نه د راپیښ خطرونو د مخنیوې لپاره به د یوبل سره همکاري کوي.

هند او اروپاي اتحاد به ډیر ژر د سمندري کښتیو گډ مشقونه هم شروع کړي.

دواړو خواو په میانمار کې د روهینگیا مسلمانانو په بحران هم خبرې وکړی. تر اوسه پورې شاوخوا پنځه لکه روهینگیا مسلمانان خپلو کورونو پریښودو ته مجبوره شویدي.

هند او اروپاي ټولنې ټینگار وکړ چې د دغې انساني بحران د ختمولو لپاره دې ژر تر ژره عملي اقدامات وکړی شي او هغه خلک چې خپلو کورونو پریښودو ته اړ شویدي هغوي دې په درناوي خپلو کورونو ته بیرته راوستل شي.

د دغې غونډي مشري د هند صدراعظم نریندر مودي او د اروپایي شورا مشر ډونالډ ټسک وکړه.

XS
SM
MD
LG