د لاس رسي وړ اتصالات

کرکټ نړیوال جام: اسټرالیا بنګله دیش ته ماتې ورکړه


د کرکټ په نړیوال جام کې نن شنبه، نومبر ۱۱(لړم ۲۰مه) اسټرالیا د اتو ویکټو په توپیر بنګله دېش ته ماتې ورکړه.

د هند په پونې ښار کې اسټرالیا ددې ۵۰ اوریزې لوبې پچه وګټله او بنګله دیش یې لومړۍ توپ وهونې (بیټینګ) ته وبلله. د بنګله دیش لوبډلې په ټاکلو پنځوس اوورنو او د خپل ۸ لوبغاړو په سوځیدو سره مقابل لوري ته یې د ۳۰۷ منډو هدف وټاکه.

خو اسټرالیا د میچل مارش د ۱۷۷ منډو، د سټیون سمیت ۶۳ منډو، د دیویډ وانر ۵۳ منډو او تراویس هیډ د لسو منډو په مټ دغه هدف په ۴۴.۴ اورونو کې د ۲ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ.

د بنګله دیش لوبډلې څخه تسکین احمد د توپ اچولو په برخه کې په لسو اورونو کې ۶۱ منډې ورکړې، یو لوبغاړي یې اوټ کړ او مستفیظ الرحمن بیا په ۹.۴ اوورنو کې ۷۶ منډې ورکړې او هغه هم یوه ویکټه یې ترلاسه کړه.

میچل مارش ددې لوبې تر ټولو غوره لوبغاړي ونومول شو.

په ورته وخت د هند په کلکتې ښار کې د انګلنډ او پاکستان لوبډلو ترمنځ لوبه روانه ده. انګلند د نننۍ لوبې پچه وګټله او لومړۍ یې د توپ وهنې پریکړه وکړه او ټاکلو پنځوسو اوورنو او د ۹ لوبغاړو په سوځیدو سره یې ۳۳۷ منډې وکړې.

پاکستان اوسمهال بیټینګ کوي او د دوو لوبغاړي په سوځیدو سره یې ۲۸ منډې کړې دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG