د لاس رسي وړ اتصالات

هند کې د کرونا پېښې بیا زیاتې شوې او تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۹ کسان مړه شوي


په داسې حال کې چې په هند کې په کرونا باندې د اخته کېدو پیښې په تیرو څلورو میاشتو کې تر ټولو لوړې کچې ته رسیدلې دي، د هند د حکومت رسمي معلوماتو نن یکشنبه ۱۷ جولای (چنګاښ ۲۶) وښودله چې په دغه هېواد کې د کرونا د واکسین ۲ میلیارد ډوزه تطبیق شوي دي او خلکو ته دوهم ځلي واکسین د تطبیق کيدو په حال کې دی.

صدراعظم نریندرا مودي د هند د واکسین د پروګرام دا لاس ته راوړنه ستایلې ده. د هند د واکسین لګولو دا پروګرام چې تیر کال پیل شوی، په نړۍ کې د واکسین تر ټولو پراخ او اوږد کمپاین بلل شوی دی.

ښاغلي مودي په خپل ټویټر کې لیکلي چې "هند یو ځل بیا تاریخ جوړ کړ". خو د هغه منتقدین وایي حکومت د وبا په وړاندې د صحي خدماتو رسولو سم مدیریت ندی کړی. د مودي حکومت دغه ادعا رد کړې ده.

د هند د روغتیا وزارت شمیرې ښيي چې یوازې تېره شپه ۴۹ کسان د کرونا له امله مړه شوي دي او له دې سره په هند کې ددې وبا له آمله د مړو شویو شمېر ۵۲۵۷۰۹ ته رسیدلی دی.

هند چې یوه اعشاریه ۳۵ میلیارد نفوس لري، د کرونا د وبا له امله یې لګولي اکثره بندیزونه لرې کړي دي او نړیوال سفرونه بیرته عادي حالت ته راګرځېدلي دي.

په هند کې د کرونا د مخنیوي دپاره ۸۰ سلنه د (آسټرو زنیکا) واکسین تطبیق شوی دی. دا واکسین په هند کې جوړ شوی چې په دغه هېواد کې (کويشیلډ) بلل کیږي.

د آسټرو زنیکا تر څنګ، دوه نور محلي تولیدېدونکي واکسینونه (کوواکسین او کوربواکس) او په روسیه کې جوړ شوی (Sputnik V) واکسین هم عام دي.

د هند حکومت د وبا د زیاتېدونکو پېښو د مخنیوي دپاره هڅه کوي چې خلکو ته هر څومره ژر چې کیدای شي، دوهم ځلي واکسین وکړي.

ددغه هېواد په آسام، لویدځ بنګال او جنوبي کارناتاکه ایالتونو کې تر نورو ځایونو د کرونا پیښې زیاتې دي.

XS
SM
MD
LG