د لاس رسي وړ اتصالات

په هند کې کروناویروس: د مړینو شمیر له ۵۰۰زرو واووښت 


د هند روغتیایي مقاماتو نن د فبرورۍ په څلورمه (سلواغې ۱۵) وویل چې پدې هیواد کې د کرونا وبا له کبله د مړینو شمیر د ۵۰۰زرو څخه واووښت.

د هند د روغتیا وزارت وایي په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کروناویروس له کبله د مړینو شمیر د ۵۰۰ څخه ۱۰۰۰ تنو ته لوړ شوی دی. که څه هم چې کارپوهان پدې باور دي چې په کروناویروس د اخته کسانو واقعي شمیر پدې هیواد کې ښایي له هغه څه څخه ډیر وي چې رپوټ ورکول کیږي.

په څو وروستیو اونیو کې په دې هیواد کې د کرونا اومیکرون ډوله ویروس د اخته کسانو شمیر ډیر لوړ و، خو ویل کیږي چې پدې وروستیو ورځو کې د اومیکرون پیښې یو څه راټیټې شوې دي. د هند د روغتیا وزارت اعلامیه کې ویل شوي دي د هیواد په څو برخو کې د اومیکرون ډوله کروناویروس د زیاتیدو نښې نښانې لیدل شوي دي.

په هند کې په کرونا ویروس د اخته کسانو مجموعي شمیر ۴۱.۹ میلیون ته رسیدلی چې د متحده ایالاتو وروسته په نړۍ کې دوهم هیواد دی چې کرونا وبا په کې ډیره خپره شوې ده.

سره له دې چې د کروناویروس د اومیکرون خوزنده ډول د زیات خپریدو قابلیت لري خو روغتیایي کارپوهان وایي د اومیکرون ناروغي د مړیني سبب نه کیږي.

هند په لومړیو کې د اومیکرون د مخنیوي په خاطر پر ښوونځیو، کالجونو، رستورانونو، او ورزشي مرکزونو محدودیتونه لګولي و، خو اوس غواړي راتلونکې اونۍ دغه محدودیتونه لرې کړي.

د هند د لومړي وزیر مرستیال منیش سیسوډیا، په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د درسي خونو د شاوخوا دوو کلونو تړلو وروسته د فبرورۍ په ۱۴ د څلورم ټولګي څخه تر ۱۲ ټولګي پورې زده کوونکي کولای شي درسي خونو ته حاضر شي.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د تازه شمیرو له مخې په نړۍ کې څه دپاسه ۳۸۸ میلیون او ۷۷۴ زره کسان په کرونا وبا اخته دي چې ددې ډلې څخه پنځه میلیونه ۷۱۵ زره تنه یې مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG