د لاس رسي وړ اتصالات

د هند د بشري مرستو لسمه جوپه کابل ته ورسېده


د هند د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو په دوام ویلي چې د بشري مرستو لسمه جوپه یې چې روغتیايي تجهیزات پکې شامل دي کابل ته رسېدلې ده.

یاد وزارت د شنبې په ورځ ناوخته اګست ۲۰ (زمري ۲۹) په یوې اعلامیې کې ویلي چې په دغه هیواد کې د بشري بحران پراخېدو سره هم مهاله، دا له افغانستان سره د هند د بشري مرستو لسمه جوپه ده چې کابل ته رسیږي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو په اساس، په افغانستان کې د بشري بحران مخنیوي په اړه د ملګرو ملتونو د بېړنۍ غوښتنې په اساس، دغه هیواد تر دا مهاله له افغانستان سره د ۳۲ ټنو درملو او روغتیايي تجهیزاتو مرسته کړې ده.

د دغه وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې په روغتیايي برخه کې له افغانستان سره تازه مرسته تېره ورځ کابل ته رسېدلې او هلته د اندراګاندي روغتون ته تسلیم شوې ده.

د هند د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان له خلکو سره د خپلو بشري مرستو پر دوام ټینګار کړی دی. هند پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته له دغه هیواد سره د روغتیايي برخې ترڅنګ د ۵۰زره ټنو غنمو مرستې ژمنه هم کړې ده.

د هند د بهرنیو چارو وزارت تر دې مخکې ویلي و چې له افغانستان سره یې په بېلابېلو برخو کې بشري مرستې کړي چې ۲۰زره ټنه غنم، لسګونه ټنه درمل، ۵۰۰زره د کووید ۱۹ واکسین او ژمني لباسونه په کې شامل دي.

د هندي چارواکو د معلوماتو په اساس مرسته شوي غنم په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام ته سپارل شوي او روغتیايي مواد د روغتیا نړیوال سازمان لخوا د اندراګاندي روغتون ته سپارل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې هند په کابل کې د خپلو دپلوماتانو شمېر زیات کړی او تر هغه مخکې د بهرنیو چارو وزارت یو پلاوي کابل ته د سفر پر مهاله له طالب چارواکو سره لیدلي و.

د هند د بهرنیو چارو وزارت د جون پر ۲۲مه یوه اعلامیه کې ویلي و چې کابل ته د یاد پلاوي د سفر هدف له افغانستان سره د هغه هیواد د بشري مرستو نظارت او ځینو هغو پروژ څخه لیدنه ده چې هند یې چاري پیل کړي وې.

XS
SM
MD
LG