د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو کابل ته د هند تخنیکي ټېم د راتګ هر کلی وکړ


د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت له افغانانو سره د همکارۍ او بشري مرستو لپاره کابل ته د هند د تخنیکي ټېم د راتګ هرکلی وکړ.

د هند د بهرنیو چارو وزارت تیر ماښام جون ۲۳ (چنګاښ دوهمه) وویل چې په افغانستان کې له وروستۍ زلزلې ځپلو سره د مرستو مدیریت لپاره د دوی یو تخنیکي ټېم کابل ته له رسېدو سره د دغه هیواد په سفارت کې ځای پر ځای شوی دی.

د هند د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه ویلي چې تیره ورځ ناوخته یې په افغانستان کې له زلزله ځپلو سره د مرستې په هدف د دغه هیواد د بشري مرستو لومړنۍ جوپه کابل ته ورسېده.

یاد وزارت ویلي چې دغه بشري مرسته په کابل کې د دوی تخنیکي ټېمونو ته سپارل شوې ده.

کابل ته د تخنیکي ټېمو استولو په اړه د هند بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي: "د بشري مرستو د اغېزمنې رسېدنې،له نژدې د بېلابېلو اړخونو د ښې څارنې او همغږۍ او له افغانانو سره د خپلو اړیکو د دوام په موخه، د هند یو تخنیکي ټېم نن کابل ته رسېدلی او هلته زموږ په سفارت کې ځای پر ځای شوی دی."

هند ویلي چې په دې وروستیو کې د خپلو بشري مرستو د څارنې لپاره هم دپلوماتیک پلاوی افغانستان ته تللی و او هلته یې له لوړپوړو طالب چارواکو سره لیدلي دي. او په افغانستان کې د امنیتي وضعیت ارزونه یې هم کړې ده.

د هند د بهرنیو چارو وزارت افغانستان خپل یو تاریخي دوست بللی او زیاته کړې ده چې د بشري مرستو ترڅنګ به له افغانستان سره ددغه هیواد پراختیايي تګلاره دوام ولري.

پر همدې مهال د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت کابل ته د تخنیکي ټېم استولو په اړه د هند د پرېکړې هر کلی کړی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ احمد تکل لخوا رسنیو په لېږلې اعلامیه کې ویل شوي: "د افغانستان اسلامي امارت د هندوستان د هغې پریکړې هرکلی کوي چې یو ځل بیایې په کابل کې خپل سفارت ته دیپلوماتان او کاري ټیم را واستول او غواړي چې د افغان ولس سره خپلو اړیکو او بشري مرستو ته ادامه ورکړي."

یاد وزارت ویلي چې افغانستان ته د هند د دیپلوماتانو راتګ او سفارت بیا فعالول دا ښيي چې په دغه هیواد کې خوندي چاپيریال را منځته شوی او د هر ډول سیاسي او دیپلوماتیکو حقوقو درناوی یې کیږي.

طالبانو نورو هیوادونو ته هم د امنیت ډاډ وکړی او پر هغوی یې غږ کړئ چې په افغانستان کې سفارتونه بیرته خلاص کړي.

د یادونې وړ ده چې د روانې جون میاشتې پر دوهمه هم د هند د بهرنیو چارو وزارت یو دپلوماتیک پلاوی له دغه هیواد سره د خپلو بشري مرستو د څارنې لپاره کابل ته سفر کړی و.

دا پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته کابل ته د هندي پلاوي لومړنی سفر و. طالب چارواکو هغه مهال هم له هند څخه غوښتي و چې کابل کې خپل سفارت بیرته خلاص کړي.

XS
SM
MD
LG