د لاس رسي وړ اتصالات

مودي هغه مندر پرانیزي چې د تاریخي مسجد په ځای کې جوړ شوی


ټاکل شوې د هند صدراعظم نریندرا مودي، بله میاشت د اتار پرادیش په ایالت کې د هغه جنجالي مندر د پرانیستې په مراسمو کې برخه واخلي چې سخت دریزو هندوانو دیو مسجد له ورانولو وروسته په کې ودان کړ.

تر مندر مخکې دلته د شپاړلسمې پېړۍ یو لرغونی جومات و.

د مندر د پرانیستلو لپاره د اګست د میاشتې پنځمه نیټه ټاکل شوې. د مراسمو تنظیم کوونکي وایي دا نیټه یې ځکه ټاکلې چې د نجومي علم پر اساس "مبارکه" نیټه ده خو یو شمیر نور بیا وایي دا ورځ ځکه ټاکل شوې چې ټیک یو کال وړاندې حکومت په همدې ورځ د هند په اساسي قانون کې د جمو او کشمیر ځانګړی حیثیت پای ته ورساوه.

جمو او کشمیر د هند یوازینی ایالت دی چې مسلمانان پکې اکثریت دي.

تقریباً سله کاله کیده چې پدې ځای د هندو مذهب د پیروانو او مسلمانانو جنجال و. هندوانو ادعا کوله چې دلته پخوا مندر و او د مغولیانو په دوره کې مسلمانانو هلته د بابري په نامه جومات جوړ کړی و. سخت دریزو هندوانو دا جومات په ۱۹۹۲ کال کې ړنګ کړ چې په شپاړلسمې میلادي پیړۍ کې جوړ شوی و.

هندوانو وروسته تر هغه په محکمې کې قضیه وګټله کله چې د نریندرا مودي په مشرۍ د بهارتیا جانتا، هندو ملت پال ګوند انتخابات وګټل او سترې محکمې د هندوانو په پلوۍ پریکړه وکړله. محکمې وویل چې د جومات د جوړیدو لپاره به مسلمانانو ته په یو بل ځای کې پنځه جریبه ځمکه ورکړل شي.

د بابري مسجد د ورانولو نه وروسته د هندوانو او مسلمانانو تر منځ خونړۍ شخړې وشوې او تقریباً دوه زره کسان پکې ووژل شول چې اکثریت یې مسلمانان و.

XS
SM
MD
LG