د لاس رسي وړ اتصالات

د هند سترې محکمې د هندوانو او مسلمانو په لانجمنه ځمکه د معبد جوړیدو امر وکړ


د هند سترې محکمې بالاخره د هندوانو او مسلمانو ترمنځ د یوې لانجمنې ځمکې په اړه خپله پریکړه اعلان کړه.

د هند په شمال کې ددغه ځمکې پر سر دعواد مسلمانانو او هندوانو ترمنځ یو اوږد او بحث پارونکی جنجال و. ملتپالو هندوانو د څه د پاسه یوې پیړۍ راهیسې پدغه ځمکه د خپل عبادت ځای د جوړولو غوښتنه کوله.

د هند د سترې محکمې د حکم له مخې اوس هندوان اجازه لري چې پدغه ځمکه معبد جوړ کړي او په بدل کې مسلمانانو ته بله ځمکه ورکول کیږي چې خپل جومات په کې اباد کړي.

د ١٦ پیړۍ پورې مربوط یو جومات چې په بابري جومات مشهور و او پدغه ځمکه اباد شوی و په ١٩٩٢ کال کې د هندو سخت دریځو له خوا ونړول شو، چې دغه اقدام د هندوانو او مسلمانانو ترمنځ د تاوتریخوالي ډکو پیښو سبب شو او شاوخوا ٢٠٠٠ کسان په کې ووژل شول.

د محکمې د حکم له اعلان وروسته زیات شمیر هندوان ددې تصمیم د هرکلي لپاره لارو کوڅو ته ووتل او شیرنۍ یې وویشلې، خو پولیسو ژر تر ژره هغوی دې ته اړ کړل چې خپلو کورونو ته لاړ شي.

د هند صدراعظم نرندرا مودي د سترې محکمې د حکم هرکلی کړی دی.

ښاغلي مودي په خپل ټویټر لیکلي: "ټولو اړخونو د نظر د څرگندولو لپاره پوره وخت درلود. دغه تصمیم په قضایي بهیرونو باندې د خلکو اعتماد پیاوړی کوي."

د هند سترې محکمې په ١٩٩٢ کال کې د مسلمانانو د جومات ړنگیدو ته هم اشاره کړې او سره له دې چې هغه یې یوه "سرغړونه" گڼلې، خو ددې کار عاملانو ته یې هیڅ ډول سزا په پام کې نده نیولې.

د محکمې په پریکړه یو شمیر مسلمانانو اعتراض کړی دی. د مسلمانانو د یو پلاوي غړي ظفر جیلاني وویل: "مونږ ددې حکم نه راضي نه یو...هغه ځمکه چې مونږ ته راکړل شوی، مونږ ته هیڅ ارزښت نلري."

ښاغلي جیلاني زیاته کړه: "مونږ د محکمې د حکم په څیړلو بوخت یو او غواړو وگورو چې ایا مونږ د حقوقي اقداماتو امکان لرو که نه".

د هند سترې محکمې ویلي دي چې ددې قضیې د څیړلو پر وخت د مسلمانانو پلاوی ندی توانیدلی چې په دغه لانجمنه ځمکه باندې د خپل مالکیت ادعا ثابته کړي.

XS
SM
MD
LG