د لاس رسي وړ اتصالات

په درمسال کې په یوې ماشومې جنسي تشدد او قتل خلک غوسه کړي


د هند د ولکې لاندې کشمیر کې په یوې اته کلنې نجونې جنسي تیري او قتل یې په ټول هند کې خلک سخت غوسه کړیدي. دغه ماشومه څو ورځې په مندر کې ساتل شوي وه او د هغې د قتل کولو مخکې په هغې په پرله پسې جنسي تشدد شوی.

د هند په بیلا بیلو ښارونو کې په ماشومانو نجونو د جنسي تشدد په ضد مظاهرې دوام لري. مظاهره کونکي د حکومت نه غواړي چې د ماشومانو نجونو او د ښځو د خوندیتوب لپاره پیاوړي اقدامات وکړي.

د ٢٠١٢ کال راپدیخوا دا لمړنې ځل دی چې په هند کې دومره گڼ شمیر خلک مظاهرې کوي. د یادونې وړ ده چې په ٢٠١٢ کال کې په ممبۍ کې په یوې جینۍ باندې د جنسي تیري او قتل په ضد مظاهرې شوې وی.

په هند کې دا اوسنۍ مظاهرې د یوې اته کلنې ماشومې د جنسي تشدد او قتل نه وروسته هغه وخت زور واخیست چې په محاکمې کې د تورن کسانو مدافع وکیل د هندوانو په پلوۍ شعارونه ورکړل. هغه اته تنه چې د ماشومې د قتل او جنسي تشدد تور پری لگیدلی، ټول هندوان دي.

په مظاهرو کې د کشمیر د بهارتیه جنتا گوند یو وزیر هم گډون وکړ.

د هند سترې محکمې د تورن کسانو مدافع وکیل ته امر کړیدی چې په محکمې کې د خپل چلند تشریح کړي.

د هند صدراعظم نریندرمودي هم ویلي دي چې مجرمان به د قانون د منگولو نه خوندي نشي.

XS
SM
MD
LG