د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستاني او هندي ځواکونو کشمېر کې تازه نښتې کړي


په دغو تازه نښتو کې لا د تلفاتو راپور ورکړل شوی نه دی
په دغو تازه نښتو کې لا د تلفاتو راپور ورکړل شوی نه دی

پاکستاني او هندي سرتېرو په کشمیر کې د چهارشنبې په ورځ (مارچ۶) د یو بل پر پوستو او مورچلونو راکټونه توغولي دي.

د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ تازه نښتې داسې مهال شوي دي چې د شخړې د هواري لپاره دیپلوماتیکې هلې ځلې هم روانې دي.

د دواړو هېوادونو سرتېري د تازه نښتو د پیلولو مسولیت پر یو بل اچوي. تر اوسه د دغو تازه نښتو د تلفاتو په اړه کوم راپور نه دی ورکړل شوی.

د فبرورۍ په ۱۴ په پلوامه کې د هند په نیمه پوځیانو د جېش محمد اورپکې ډلې ځانمرګی برید وکړ او شاوخوا ۴۶ سرتېري یې ووژل. له برید وروسته هند په پاکستان کې دننه د دغې ډلې مرکز بمبار کړاو د ګڼو اورپکو د وژلو ادعا یې وکړه.

په همدې حال کې د دغې ډلې د مشر مولانا اظهر مسعود د "مرګ" نا تاید شوي راپورونه هم خپاره شوي دي. پر پاکستان د هند له بمبارۍ یوه ورځ وروسته پاکستاني ځواکونو د هند یوه الوتکه ووېشتله او پیلوټ یې ژوندی ونیولو.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د ښه نیت په موخه نیول شوی پیلوټ بېرته د هند حکومت ته وسپارلو او له هند څخه یې وغوښتل چې ستونزه د خبرو له لارې حل کړي.

د پاکستان او هند ترمنځ له تازه شخړې وروسته پاکستان خپل هوايي حریم د نړیوالو پروازونو لپاره بند کړی و چې لا هم بند دی. خو په یو تازه اقدام کې د هند او پاکستان ترمنځ د اورګاډي تګ راتګ بېرته پیل شوی دی.

نوی ډیلی پاکستان د اورپکو په ساتلو، پاللو او روزولو تورنوي خو اسلام اباد دا تورونه نه مني.

XS
SM
MD
LG