د لاس رسي وړ اتصالات

هندي سیکان له ویزې پرته پاکستان ته سفر کولی شي


پاکستان هندي سیکانو ته اجازه ورکوي چې له ویزې پرته خپلو مذهبي سیمو ته ورشي
پاکستان هندي سیکانو ته اجازه ورکوي چې له ویزې پرته خپلو مذهبي سیمو ته ورشي

هند او پاکستان د یو نوي سرحد د پرانیستلو تړون لاسلیک کړ.

دا تړون د پنجشنبې په ورځ (اکتوبر۲۴) لاسلیک شو چې په اساس به یې هندي زیارت کوونکي له ویزې پرته په پاکستان کې د سیکانو سپڅلیو ځایونو او زیارتونو ته ولاړ شي.

د تړون له مخې هندي مسافرین به په یوې ځانګړې لارې د پاکستان د کرتارپور ښار ته له ویزې پرته سفر وکړي. دغه ځانګړې لار د هند له سرحد څخه د سیکانو یو معبد ته تللې ده.

سیکان په دې باور دي چې دا معبد په هغه ځای کې ودان دی چې د دوی مذهبي مشر، ګورو نانک، په ۱۶ پېړۍ کې په کې مړ شوی.

د پاکستان او هند د بهرنیو چارو وزارتونو چارواکو همدغلته سره ولیدل او دا تړون یې لاسلیک کړ. پاکستاني چارواکي وایي هره ورځ شاوخوا ۵۰۰۰ سیکان کولی شي له ویزې پرته دغه معبد ته راشي.

سیکان کولی شي چې له سهار نیولې تر ماښام پورې په دغه معبد کې پاتې شي، خو باید ماښام بېرته هند ته وګرځي. پاکستان به له هر هندي څخه ۲۰ امریکایي ډالر اخلي.

ټاکل شوې چې د پاکستان صدراعظم عمران خان دا معبد بله میاشت، د نومبر په نهمه نیټه پرانیزي، دا ورځ د ګورونانک له ۵۵۰ زېږد ورځې سره برابره ده. دا اقدامات داسې مهال کیږي چې په دې وروستیو کې د نوي ډیلي او اسلام اباد ترمنځ روابط خراب شوي دي.

XS
SM
MD
LG