د لاس رسي وړ اتصالات

د هند یوه پوځي هلیکوپتر په سمندر کې لوېدلې


د عربو په سمندر کې د لوېدلې هندۍ هلیکوپتر پاتې شونې موندل شوي دي.  
د عربو په سمندر کې د لوېدلې هندۍ هلیکوپتر پاتې شونې موندل شوي دي.  

د هند د ساحل ساتنې ځواکونو نن سه شنبې سپتمبر درېیمه (وږي ۱۳) وویل، یوه چورلکه یې د ژغورنې د عملیاتو په مهال د عربو په سمندر کې لوېدلې او د عملې د دریو غړو لټون یې روان دی.

دغه هلیکوپتر د دوشنبې په ورځ د ګجرات ایالت د ساحل په ۴۵ کیلومترۍ کې د یوې تیل وړونکې بیړۍ د عملې د ژوبل شوي غړي د ژغورنې هڅه کوله.

د هند د ساحل ساتنې ځواکونو په یو بیان کې وویل: "هلیکوپتر بیړنۍ ناستې ته اړ شوی او په سمندر کې لوېدلې ده."

په بیان کې ویل شوي چې د هلیکوپتر د عملې یو غړی موندل شوی او د درې نورو د لټون لپاره څلور بیړۍ او دوه الوتکې ګمارل شوي دي.

په سمندر کې د لوېدلې هلیکوپتر پاتې شونې موندل شوي دي.

ددغه هلیکوپتر عمله له دې وړاندې، د اګست په میاشت کې د ګجرات په ایالت کې د سختو موسمي بارانونو په نتیجه کې د سیلابونو راتلو وروسته، د سیلاب ځپلیو د ژغورلو لپاره ګمار شوي وو. په دغو سیلابونو کې لږترلږه ۲۸ کسان مړه شول.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG