د لاس رسي وړ اتصالات

د لویدیځو هیوادونو د مخالفت سربیره هند د روسیې سره سوداګریزې اړیکې قوي کوي


هند د سوداګرو یو پنځوس کسیز پلاوی روسیې ته لیږي چې د خوراکي موادو او کرنې مارکیټونه وګوري.
هند د سوداګرو یو پنځوس کسیز پلاوی روسیې ته لیږي چې د خوراکي موادو او کرنې مارکیټونه وګوري.

پداسې حال کې چې په اوکراین د روسیې د یرغل له کبله لویدیځ هیوادونه د هند څخه غواړي د مسکو د لا ګوښه کولو لپاره پدې هیواد خپله اتکا کمه کاندي خو نوې ډهلي په تازه اقدام کې د سوداګرو یوه ډله مسکو ته د اقتصادي اړیکو د لا قوي کولو لپاره لیږي.

ټاکل شوې د هند د سوداګرو دا پلاوی چې ۵۰ تنه پکې برخه لري، دوشنبه اپریل ۲۴ (غوایي۴) روسیې ته خپل څلور ورځنی سفر پیل کړي او په مسکو او سینټ پیټسبرګ کې به د روسي سوداګرو سره وګوري.

د هند د صادراتي سازمانانو د فدارسیون عمومي مشر اجې سهایي امریکا غږ ته وویل چې د روسیې سره د سوداګریزو اړیکو د لا قوي کولو هدف دا دی چې په روان میلادي کال کې روسیې ته د هند صادارت دوه چنده او ۵ ملیارد ډالرو ته ورسیږي.

ښاهلي سهایي زیاته کړه، "مونږ په روسیې کې فرصتونه لیدلي او له همدې کبله هتله خپل پلاوی استوو. دوي به په روسیې کې د کرنې او خوراکي موادو مارکیټونه وګوري".

سره لدي چې د مسکو څخه د هند د خامو تیلو واردات څو چنده ډیر شوي خو کارپوهان چې ددې دواړو هیوادونو تر منځ د سواګرۍ چارې څاري، وایي چې نوې ډهلې کوښښ کوي روسیې ته خپل صادارت هم ډیر کړي او پدې سره به په سوداګرۍ کې د کسر راتلو چاره هم وشي.

هند د روسیې څخه د ۲۰۲۱ کال راپدیخوا د ۴۶ ملیارد ډالرو په ارزښت واردات کړي پداسې حال کې چې صادارت یې بیا څه کم ۳ ملیارده ډالر و.

ډیری شیان چې روسیه یې د هند څخه غواړي تولیدي مواد، د بریښنا سامان آلات او د موټرو پرزې دي.

په اوکراین د یرغل راپدیخوا چې ډیرو غربي هیوادنو د روسیې سره د سوداګرۍ اړیکې پرې کړلې او له هند یې هم وغوښتل چې په مسکو د خپلو وارداتو اتکا کمه کړي خو بر عکس نوې ډهلې د مسکو سره خپلې د سوداګرۍ اړیکې پراخې کړلې او په ملګرو ملتونو کې یې په اوکراین د روسیې یرغل هم ونه غانده.

راپورونه وایي چې په اوکراین د روسیې د یرغل څخه وروسته هند ته د روسیې څخه هره ورځ څه باندې ۱ میلیون بیلره تیل راځي ځکه چې هند د روسیې څخه دا تیل په خورا ارزانه بیه اخلي.

سیاسي مبصر منوج جوشي پدې هکله امریکا غږ ته وویل، "مونږ تیل ارزانه اخلو او دا د هند لپاره ستره ګټه ده خو که په اوکراین د یرغل څخه وړاندې وضعیت ته وکتل شي، مونږ په دومره ارازنه بیه د مسکو څخه تیل نه اخیستل. اوس چې په روسیې بندیزونه دي نو هند دا د ځان لپاره یو فرصت بولي او غواړي چې صادرات هم ډیر کړي او دا به د هند لپاره دوه چنده ګټه ولري".

ښاغلی جوشي همدارنګه وایي چې غربۍ نړۍ ته د هند ښکاره پیغام دا دی چې د مسکو سره به اړیکې د خپلو ګټو له مخې پر مخ بیایي او هغه څه به کوي چې ګټه یې پکې وي.

سره لدې چې هند د متحده ایالاتو په ګډون د څو لویدیځو هیوادونو سره پدې تیرو شلو کالونو کې خپلې ستراتیژیکې اړیکې غښتلې او پراخې کړي خو په عین حال کې یې د مسکو سره هم راشه درشه توده ساتلې.

XS
SM
MD
LG