د لاس رسي وړ اتصالات

هند او امریکا له طالبانو وغوښتل پرینږدي افغانستان بیا 'د ترهګرو روزنځای' شي


د متحده ایالاتو او هند د بهرنیو چارو وزیرانو له طالبانو وغوښتل چې د ملګرو ماتونو د امنیت شورا د پریکړه لیک په اساس پرېنږدي چې بیا افغانستان د "ترهګرو په روزنتون" بدل شي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ۲۵۹۳ نمبر پریکړه لیک کې د افغانستان په هکله راغلي چې د افغانستان خاوره باید هیڅکله د بل هیواد په ضد د بریدونو او ګواښونو لپاره ونه کارول شي، د ترهګرو په پناه ځای یا په روزنتون باندې بدل نشي، یا هم په هغه ځای کې او یا له هغه ځای څخه ترهګریز بریدونه طرحه او تمویل نشي.

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لوید آستن او د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن، د "هند-امریکا د ۲+۲ وزیرانو" په نامه یوه غونډه کې د دوشنبې په ورځ اپریل ۱۱ (وري ۲۲) د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر او د دفاع وزیر راجنات سینګ سره په یو آواز طالبان وهڅول چې د ښځو او ماشومانو او لږکیو د حقونو په ګډون بشري حقونو ته وفادار پاتې شي.

د امریکا او هند د بهرنیو چارو وزیرانو همدا شان په افغانستان کې د یو پراخ بنسټه حکومت په جوړیدو باندې د ټینګار تر څنګ ژمنه وکړه چې د افغانستان په اړه به نژدې سلا مشورې ولري تر څو "ټول افغانان یوه ډیره ټولشموله او سوله ییزه " اینده ولري . هغوی همداشان د افغانستان اړمنو خلکو ته د مرستو د رسولو په اړه هم وغږېدل.

له دې دمخه د متحده ایالاتو، اروپایي ټولنې او اروپایي هیوادونو استازو د یو بیان په خپرولو سره ټینګار کړی و چې د افغانستان سره د بشري مرستو دوام د طالبانو په کړنو او نړیوالو مکلفیتونو ته ددې ډلې په پابندۍ پورې اړه لري. همداشان پدې بیان کې راغلي چې په افغانستان کې د بشري کړکیچ په وړاندې اقدام د نړیوالو بشري قوانینو ته پاملرنه ایجابوي.

په تیرو اتو میاشتو کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د کار او زده کړو حقونو په اړه د طالبانو کړنې مایوس کوونکې وې. طالبانو د یو څو محدودو ادارو پرته ښځې په دفترونو کې له کار کولو منع کړي او د شپږم ټولګي پورته نجونو ته اجازه نه ورکوي چې ښوونځیو ته ولاړې شي.

د امریکا او هند د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو همداشان د اوکراین د کړکیچ په اړه او په هغه هیواد کې د جګړې او تاوتریخوالي په سمدستي دریدلو باندې ټینګار او بحث وکړ او په یو غږ یې د ملکي وګړو وژنې وغندلې. په اوکراین باندې د روړسیې د یرغل په نتیجه کې د رړسي ځواکونو له لورې د ملکي اوکراینیانو د وژنو رپوټونه ورکړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG