د لاس رسي وړ اتصالات

له رسمیت پېژندلو پرته ځینو هېوادونو د طالبانو دپلوماتان منلي


د افغانستان سفارت په چین کې
د افغانستان سفارت په چین کې

د طالبانو د حکومت له خوا معرفي شوي دیپلوماتان د روسیې په ګډون د یو شمیر هیوادونو له خوا منل شوي دي، خو د طالبانو «اسلامي امارت» لا تراوسه هیڅ کوم هیواد په رسمیت نه دی پیژندلی.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست مولوي امیر خان متقي په تازه څرګندونو کې ویلي، چې چین د طالبانو د حکومت له خوا معرفي شویو دیپلوماتانو ته باور لیکونه ورکړي او په دغه هیواد کې یې منلي دي.

د روسیې د تاس خبري اژانس هم ویلي، چې دغه هیواد د طالبانو د حکومت له خوا معرفي شوي استازي منلي دي.

دمخه پاکستان، ایران، ازبکستان او ترکمنستان د طالبانو د حکومت له خوا معرفي شویو دیپلوماتانو ته په دغو هیوادونو کې د کار اجازه ورکړې وه.

د سیاسي علومو یو استاد رامش سالمي امریکا غږ سره په مرکه کې د دغو هیوادونو دا ډول چلند د دیپلوماتیکو اصولو پرخلاف وباله او وویل، چې یوازې په رسمت پیژندل شوي او مشروع دولتونه د سفیر او نورو دیپلوماتانو د معرفي کولو حق لري.

ښاغلي سالمي وویل: "تر هغې پورې چې طالبان په رسمیت و نه پیژندل شي، د سفیر او د سرپرست د ټاکلو حق نلري او کوم هیوادونه چې په دې برخه کې د طالبانو سره همکاري کوي په حقیقت کې نړیوالو دیپلوماتیکو قوانینو او پروتکلونو ته شا اړوي ".

د نړیوالو اړیکو کارپوه سید جواد سجادي وايي، چې د یو دولت له خوا بل دولت ته د سفیر یا دیپلومات معرفي کیدل د دریو اساسي شرطونو له مخې کیږي، چې د یو او بل په رسمیت پیژندل، د دیپلوماتیکو اړیکو شتون او د معرفي شوي دیپلوماتانو په اړه د دواړو دولتونو ترمنځ موافقه په کې شامله ده.

ښاغلي سجادي وویل: "د دغو شرطونو د یو شرط په نه شتون کې هم عملآ د سفیر یا استازي معرفي معنی نلري. د رسمیت پیژندلو په برخه کې هم باید وویل شي، چې هیڅ ډول قانوني ځنډ وجود نلري چې پر اساس یې حتما دولتونه یو بل په رسمیت وپیژني او ونه پیژني".

د نړیوالو اړیکو استاد جاوید جاوید امریکا غږ ته وویل، چې د دولتونو ترمنځ د دیپلوماتیکو اړیکو ټینګیدل تر ډیره سیاسي پریکړې پر اساس کیږي نه د حقوقي مسایلو پر اساس.

ښاغلي جاوید وویل: "په دې معنی چې دولتونه د دې لپاره چې خپلواکي لري د حقوقي پلوه دولتونه د دی حق لري چې په خپلواک ډول د یو بل دولت سره اړیکې ټینګې کړي. د سیاسي پلوه دولتونه کولی شي چې په خپلواک ډول پرته له دې چې ملګري ملتونه یو دولت په رسمیت وپیژني د حقوقي پلوه دا دولت په رسمیت وپیژني."

ښاغلی جاوید وايي، چې په ۹۰ مه یسیزه کې هم د طالبانو اسلامي امارت پرته له دې چې په ملګروملتونو کې استازی ولري د دریو هیوادونو له خوا په رسمیت پیژندل شوی وو.

ښاغلی جاوید وايي، تراوسه هیڅ هیواد په دایمي ډول د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی خو د سیمې هیوادونه چې د ناټو څخه خپلواک سیاست لري په ضمني ډول د طالبانو اسلامي امارت پیژندلی دی.

ښاغلي جاوید وویل: "پر طالبانو باندې د فشارونو او په نړیواله کچه د عمومي افکارو له امله یو شمیر هیوادونو لکه چین، روسیې او ایران په څرګند ډول اسلامي امارت نه دی پیژندلی خو داسې لیدل کیږي، چې اړیکې لري سفیران یو بل سره تبادله کوي د چین، روسیې ایران سفارتونه عملآ کابل کې پرانیستې دي او په وروستیو کې په چین کې هم د طالبانو دیپلوماتان منل شوي دي".

کارپوهان د طالبانو د نه په رسمیت پیژندلو د دلیلونو له جملې څخه د بشري حقونو موضوع ته اشاره کوي چې په ځانګړې توګه طالبانو په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونه محدود کړي، د شپږم ټولګې څخه پورته نجونو ته ښونځیو ته د تګ اجازه نه ورکوي او همداشان تر اوسه یې ټولشموموله حکومت ندی جوړ کړی.

طالبانو چې د تیر ۲۰۲۱ میلادي کال د اګست په پنځلسمه یې افغانستان کې واک ترلاسه کړی د څه باندې اوو میاشتو د تیریدو وروسته لا هم کوم هیواد په رسمیت نه دی پيژندلی. خو د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې په بهر کې اکثره د افغانستان سفارتونه ورسره په تماس کې دي او د دغه وزارت تر امر لاندې فعالیت کوي. د بهرنیو چارو وزارت ټولو افغان سفارتونو ته امر کړی چې خپلو کارونو ته دې دوام ورکړي، خو څه موده مخکې په اروپا کې د افغانستان ځینو دپلوماتانو وویل چې په دې اړه یې د طالبانو وړاندیزونه رد کړي‌ دي.

XS
SM
MD
LG