د لاس رسي وړ اتصالات

امیري: طالبان د مشروعیت تر لاسه کولو لپاره باید د میرمنو حقونه پر ځای کړي


میرمن امیري وایي طالبان د مشروعیت تر لاسه کولو لپاره باید د افغان میرمنو او نجونو د حقونو دروناوی وکړي.
میرمن امیري وایي طالبان د مشروعیت تر لاسه کولو لپاره باید د افغان میرمنو او نجونو د حقونو دروناوی وکړي.

د افغانستان د میرمنو، نجونو او بشري حقونو لپاره د متحده ایالاتو ځانګړې استازې رینا امیري وایي چې طالبان په کور دننه او نړیوال مشروعیت تر لاسه کولو لپاره باید د ښځو حقونه تامین، خوندي او وده ورکړي.

میرمن امیري امریکا غږ سره په ځانګړې مرکې کې یو ځل بیا ټینګار وکړ چې طالبان باید د میرمنو، نجونو او اقلیتونو په ګډون د ټولو افغانانو اساسي حقونو ته درناوی وکړي.

میرمن امیري وویل: "افغان میرمنې او نجونې باید نه یوازې د پوهنې او روغتیا بلکې په ټولو چارو کې د کار کولو وړتیا ولري. هغوي باید په سوله ییزو مظاهرو کې د برخې اخیستو، بیان آزادۍ، ګرځیدو راګرځیدو آزادۍ او ټولې هغه آزادۍ ولري چې د هغوي په وینا د اسلام او هغو نړیوالو قوانینو سره برابر وي چې افغانستان لاسلیک کړي.

په افغانستان کې د طالبانو د راتګ نه دا دی څه باندې ۶ میاشتې تیریږي خو لا هم د هیواد په ډیرو ولایتونو کې د نجونو لیسې بندې دي او د حکومت ډیرې ښځینه مامورین کار ته نه ځي.

خو طالبانو ویلي چې راتلونکی کال کې به د نجونې لیسې پرانیستل شي.

میرمن امیري د طالبانو دا خبره ښه وبلله چې ویلي یې دي د نجونو لیسې د نړیوالې ټولنې په غوښتنې نه بلکې د اسلامي ارزښتونو له مخې پرانیزي.

خو د نجونو د لیسو د بیرته پرانیسل کیدو دا خبره پداسې حال کی کیږي چې د میرمنو د حقونو فعالین لا هم په افغانستان کې د میرمنو د وضعیت او د تیرو شلو کالونو د لاسته راوړنو د لاس وتلو په هکله اندیښنه لري.

د امریکا دغې ځانګړې استازې همدارنګه وویل چې د افغان میرمنو هغه مبارزې یې لیدلي چې د خپلو حقونو لپاره یې کړیدي.

هغې زیاته کړه: "زه فکر کوم چې د نړیوالې ټولنې او افغان نارینو په ملاتړ به افغان میرمنې پرمختګ وکړی شي. خو د ځواب ورکولو ته اړتیا شته او باید د افغانانو او نړیوالې َټولنې لخوا یو متحد او همغږی فشار وي چې د افغان نجونو او میرمنو ملاتړ وکړي او پرې نږودي چې د تیرو شلو کالونو لاسته رواړنې سرچپه شي".

د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري واضح کړه چې هغه د افغان میرمنو غږ نشي کیدی بلکې هغوي پخپله باید د خپلو حقونو د غوښتنو لپاره آواز پورته کړي. میرمن امیري وایي سره لدې چې په خټه افغانه ده خو د نورو افغان میرمنو په شان یې په جګړو، ورانیو او په افغانستان کې د کړاوونو ډک ژوند ندی کړی.

هغې وویل چې د متحده ایالاتو د حکومت سره د کار کولو تر څنګ په افغانستان کې دننه د نړیوالو سازمانانو سره کار کوي چې د افغان میرمنو په اړتیاوو سمه پوه شي.

XS
SM
MD
LG