د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا او هند: هیڅ هېواد باید د ترهګرو "امن پناه ځای" نه وي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن د سې شنبې په ورځ [اکټوبر ۲۴] پاکستان ته تللی و
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن د سې شنبې په ورځ [اکټوبر ۲۴] پاکستان ته تللی و

د هند د بهرنیو چارو وزیره وایې چې له هغو هېوادونو سره باید حساب کتاب وشي چې له ترهګرۍ څخه د یوې سټراټیژۍ په توګه کار اخلي.

میرمن سوشما سواراج په نوي ډهلي کې له خپل امریکايي سیال رېکس ټېلرسن سره په یوې ګډې خبري غونډې کې وویل چې امريکايي پلاوي سره یې موافقه کړې څو یقني شي چې "هیڅ یو هېواد ترهګرو ته امن پناه ځای نشي برابرولي"

امریکا، هند او افغانستان د پاکستان ځينې پوځي ادارې له ترهګرو څخه په ملاتړ تورنوي. پاکستان دغه تورونه تل رد کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن د سې شنبې په ورځ [اکټوبر ۲۴] پاکستان ته تللی و څو د هغه هېواد مشران د ترهګرۍ پر ضد مبارزې ته وهڅوي.

ټيلرسن په نوي ډهلي کې وویل چې پاکستاني مشرانو سره یې په خپلو بحثونو کې د امریکا "خاصې غوښتنې" مطرح کړي دي.

په پاکستان کې د ترهګرو د امنو پناه ځایونو په اړه د موجودو اندېښنو د اوارولو لپاره د امریکایي ديپلوماتانو د افغانستان او جنوبي آسیا په باب د ولسمشر ټرمپ پر نوې تګلارې او په افغانستان کې د سولې د خبرو د پیلولو په کار کې د پاکستان پر حیاتي همکاریو ټینګار کړی دی؛ هغه څه چې د امریکايي چارواکو په باور ټوله سیمه باثباته کولې شي.

د کابل-اسلام آباد ترینګلي اړیکې

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني چې پرون له هندي چارواکو سره د لیدنې په خاطر نوي ډهلي ته تللی و په یوه څېړنیز مرکز کې پاکستان تورن کړ چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په کار کې همکاري نه کوي.

ولسشمر غني وویل چې اسلام آباد د افغانستان د سولې پروسې د کامیابۍ لپاره همکاري نه ده کړې.

ولسمشر غني وویل: "له کوښښونو سره سره په هغه څانګه کې چې موږ پرمختګ نه دی کړی، له بده مرغه هغه پاکستان دی. موږ د سولې او خبرو لاس اوږد کړ خو له بده مرغه موږ بحران او د بحران زیاتېدل ولیدل."

د افغانستان او جنوبي آسیا په اړه د سپینې ماڼۍ د تګلارې تر اعلانېدو وروسته امریکا، هند او افغانستان د خپلو همکاریو یو نوی فصل پیل کړی دی. دریو واړو هېوادونو ژمنه کړې ده چې په افغانستان کې د سولې او ثبات په خاطر به خپلې ګډې همکارۍ زیاتې کړي.

امریکا او هند: هیڅ هېواد باید د ترهګرو "امن پناه ځای" نه وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:51 0:00

XS
SM
MD
LG