د لاس رسي وړ اتصالات

غني وايي افغانستان د سیمې په تجارت کې بنده لار نه ده


چین وايي د یوه کمربند یوه لار په پروژې به ۱۲۴ میلیارده ډالر لګوي
چین وايي د یوه کمربند یوه لار په پروژې به ۱۲۴ میلیارده ډالر لګوي

ولسمشر غني وايي کابل به هله پاکستان ته د منځنۍ اسیا ته د رسېدو لار ورکړي چې اسلام اباد افغانستان او هند ته د ترانزیت مستقیمه لار ورکړي.

ښاغلی غني خبرداری ورکړی دی که افغانستان د تجارت او سوداګرۍ لپاره د پاکستان له لارې د هند واګه او اټاري ته پرېنښودل شي، کابل به هم منځنۍ اسیا ته د پاکستان لاسرسی او رسېدل محدود کړي.

دا مهال افغانستان د پاکستان له لارې له هند او پاکستان بیا د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا سره تجارت او سوداګري کوي. ښاغلي غني دا څرګندونې د سه شنبې په ورځ ( اکتوبر۲۴) په هند کې کړي دي.

په همدې حال کې د چین-پاکستان د اقتصادي دهلیز د پارلماني کمېټې غړي راڼا محمد افضل امریکا غږ ته وویل "موږ کابل ته د کراچۍ له لارې- هند ته- ته لار ورکړې ده. له هند سره زموږ د خرابو روابطو له کبله موږ – افغانستان ته- واګه او اټاري ته د ترانزیت ورکولو له کبله اندېښنه لرو".

ښاغلي غني دا ونه ویل چې منځنۍ اسیا ته د پاکستان د ترانزیت بندولو څخه یې هدف د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز پروژه ده کنه؟ د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز د تجارتي ترانزیت د سترې پروژې یوه برخه ده چې د افغانستان له لارې پاکستان له تاجکستان، ترکمنستان او د ایران د ختیځ له ځینو سیمو سره نښلوي.

د ورېښمو د نوې لار د بیا رغونې د دغې پیل شوې پروژې چې "یو کمربند یوه لار" بلل کیږي،اصلي مبتګر چین دی او ویلي یې دي چې په دې پروژې به ۱۲۴ میلیارده ډالر لګوي.

چین، پاکستان او افغانستان د دغې پروژې د تطبیق لپاره د همدغه کال د مۍ په۲۷ په بیجنیګ کې یوه غونډه هم وکړه. له لنډي کوتل نه جلال آباد او د چمن نه سپین بولدک پورې د اورگاډیو د دوو پټلیو غزول، د پیښور نه کابل او له کندز نه تر منځنۍ اسیا پورې د دوو لویو لارو جوړول او د کوڼر د سیند پر سر د بریښنا د یو بند جوړول د "یو کمربند یوه لار" پروژې نورې برخې دي.

XS
SM
MD
LG