د لاس رسي وړ اتصالات

ریکس ټیلرسن پاکستان ته د امریکا مهم پیغام ورسوه


ښاغلی ټیلیرسن پاکستان ته تر سفر مخکې کابل کې له افغان ولسمشر او نورو چارواکو سره ولیدل
ښاغلی ټیلیرسن پاکستان ته تر سفر مخکې کابل کې له افغان ولسمشر او نورو چارواکو سره ولیدل

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن د یو مهم پیغام سره د سه شنبې په ورځ (اکتوبر۲۴) پاکستان ته ورسیدو.

اسلام اباد ته د رسیدو سره، ټیلرسن د صدراعظم شاهدخاقان عباسي، د پوځ مشر قمرجاوید باجوه، د استخباراتو رئیس نوید مختار او د بهرنیو او کورنیو چارو او د دفاع وزیرانو سره يي ولیدل.

پدې لیدنو کې د خبرو جزیات تراوسه ندي خپاره شوي، خو اسلام اباد ته تر ورتلو مخکې يي په پاکستان کې د ترهګرو ډلو د ځپلو اوختمولو په اړه د دوشنبې په ورځ جدي خبرې کړي او پدې خبره يي ټينګار کړې چې ترڅو په پاکستان کې طالبان او حقاني ډلې فعالیت او پټ ځایونه ختم نشي، سیمه نشي امن کیدلې.

ښاغلی ټیلرسن به د امریکا د حکومت پرهغه غوښتنو ټینګار وکړي چې پاکستان باید په خپله خاوره کې د طالبانو او نورو وسله والو ډلو پرضد زیات اقدامات وکړي. پاکستان ته تر تلو مخکې ښاغلي ټیلرسن د دوشنبې په ورځ په افغانستان کې و او وی ویل چې پاکستان باید په خپله خاوره کې ته په دقت وګوري او د ترهګرو ډلو سره جدي مبارزه وکړي.

هغه وویل "مونږ له پاکستانه څو مشخصې غوښتنې کړي چې په خپله خاوره کې د طالبانو او نورو تروریستي ډلو پرضد اقدام وکړي او د ملاتړ منابعې يي ختمې کړي".

ټیلرسن وایي د پاکستان سره د امریکا روابط په شرطونو ولاړ دي چې پاکستان به څه ډول اقدام کوي، په همدې اساس به په پاکستان او افغانستان کې د سولې او ثبات دپاره یو بل فرصت برابر شي.

ټیلرسن وویل "د پاکستاني مشرانو سره په خبرو کې مونږ څرګنده کړه چې د أفغانستان حالاتو ته په کتو، د پاکستان د ثبات په اړه هم ډیر اندیښمن یوو. پاکستان باید پدې فکر وکړي او دا وضعیت په خلاصو سترګو وګوري چې دوئ باید د پاکستان دننه د یو شمیر تروریستي ډلو د خوندي ځایونو پرضد اقدام وکړي."

پاکستان خو د مخه ویلي چې په یوشمیر طالبانو اغیز لري، خو د هغوئ په تحریک او مشرانو هیڅ کنترول نلري. ټیلرسن د دشنبې په ورځ په باګرام کې د جمهور رئیس اشرف غني او نورو افغان مقاماتو سره ولیدل او د جګړه ځپلي افغانستان د امن کیدو لپاره يي یوځل بیا ژمنه وکړه، خو وی ویل چې افغان حکومت باید د مرستو د ترلاسه کولو دپاره ځنی کارونه ترسره کړي.

دغه جګپوړي امریکایي دیپلومات وویل امریکا تر هغې په أفغانستان کې ده چې ترڅو وکړې شي د سولې او بیا پخلاینې هڅې نتیجه ورکړي. هغه وویل د امریکا دا ژمنې حدود نلري، خو سپین چک هم ندی. د ټیلرسن په وینا "ځکه خو دا ژمنې په شرط ولاړې دي"

ټیلرسن څو ځلي دا خبره کړې ده چې افغانستان هغه وخت امن کیدلی شي چې طالبان پدې خبره پوه شي چې د جګړې له لارې بري ته نه رسیږي او باید د افغانستان د اساسي قانون په چوکاټ کې د افغانستان د دولت سره خبرو ته کښیني.

XS
SM
MD
LG