د لاس رسي وړ اتصالات

پریانکا چوپړا او امریکایي سندرغاړی واده کوي


پریانکا ۳۶ کلنه او جونیس ۲۵ کلن دی
پریانکا ۳۶ کلنه او جونیس ۲۵ کلن دی

د هند د سینما مشهوره هنرمنده پریانکا چوپړا د امریکایي سندرغاړي نیک جونیس سره واده کوي. دغه دواړه هنرمندان به ډیر ژر د واده نیټه اعلان کړي.

امریکایي سندرغاړي نیک جونیس د شنبې په ورځ (اګست ١٨) اعلان وکړ چې د هند د سینما مشهوره ستورې پریانکا چوپړا به ډیر ژر "مریمن جوناس" شي.

٢٥ کلن نیک جونیس د پریانکا چوپړا سره خپل یو عکس په انسټګرام کې خپور کړی او لیکلي یې دي چې "راتلونکې میرمن جونیس، زما زړه زما روح".

٣٦ کلنې پریانکا چوپړا هم هماغه عکس پخپل انسټګرام کې خپور کړی او لیکلي یې دي چې "زما د زړه او روح سره".

میرمن چوپړا په لاس د الماسو یوه گوته هم لیدل کیږي چې د رپوټونو له مخې ښاغلي جونیس تیره میاشت په نیویارک کې د تیفاني مغازې نه اخیستې وه.

پریانکا چوپړا په ٢٠٠٠ کال کې د نړۍ د ښکلا د ملکې جایزه خپله کړې او د هند د بالیووډ سینما یوه مشهور ستورې ده چې په لویدیزه نړۍ کې یې هم بریاوی خپلې کړې دي.

میرمن چوپړا د ای بي سي ABC تلویزیون په یو سریال کې چې "کونتیکو" نومیږي کار کوي او د امریکایي مشهورو سندرغاړو سره یې سندرې هم ویلي دي.

جونیس چې د ماشومتوب له وخته د خپلو دوو وروڼو سره په موسیقۍ کې شهرت گټلی په یوه محافظه کاره عیسوي کورنۍ کې لوی شوی دی، خو پدې وروستیو کلونو کې هغه تغییر کړی او د موسیقۍ تر څنگ یې اکټینگ ته هم مخه کړې ده.

ویل شوي دي چې جونیس د میلي سیروس او سیلینا گومیز په گډون د مشهورو امریکایي څیرو کې اړیکې درلودلې دي.

XS
SM
MD
LG