د لاس رسي وړ اتصالات

جاپان له افغانستان سره څه باندې ۱۲۲میلیون ډالره مرسته کوي


دغه پيسې په افغانستان کې پر بشري مرستو او پراختیايي پروژو باندې لګول کیږي
دغه پيسې په افغانستان کې پر بشري مرستو او پراختیايي پروژو باندې لګول کیږي

په کابل کې د جاپان سفارت وايي، ټاکل شوې د دغه هیواد حکومت له افغانستان سره ۱۲۲.۲ میلیونه ډالر مرسته وکړي.

دغه پيسې په افغانستان کې پر بشري مرستو او پراختیايي پروژو باندې لګول کیږي.

په کابل کې د جاپان سفارت نن دوشنبه فبرورۍ ۱ (سلواغې ۱۳) په یوې اعلامیې کې ویلي چې دغه مرسته له افغانستان سره د هغه هیواد د حکومت له تازه ژمنو څخه ده.

په کابل کې د جاپان سفیر اوکادا تاکاشي ویلي: "په داسې حال کې چې د سولې په درشل کې یو، د افغانانو په مشرۍ د امنیتي برخې پیاوړتیا د ملت جوړونې په برخه کې مهم رول لري، په مرستندویه وجهي صندوق کې د جاپان ونډه د یو سوله ییز افغانستان سره د جاپان د ژمنو یوه نمونه ده."

جاپان په ژنیو کنفرانس کې چې د ۲۰۲۰ کال په نومبر میاشت کې جوړ شو تر ۲۰۲۴ کال پورې له افغانستان سره د ۱۸۰ میلیون ډالرو مرستې اعلان وکړ.

ټاکل شوې پر دغه اندازه پیسو باندې ۱۷ پروژې چې د یو شمېر نړیوالو بنسټونو لخوا په ټول افغانستان کې ترتیب شوي دي تمویل شي او همدارنګه ټاکل شوې دغه پروژې د بشري چارو په برخه کې پلې شي.

جاپان په تیرو دوو لسیزو کې له افغانستان سره یو له لویو مرسته کوونکو هیوادونو څخه دی چې د ۲۰۰۱ کال راپدېخوا بیا تر دا مهاله له افغانستان سره په بېلابېلو برخو لکه د امنیت ټینګولو، کرنې او مالدارۍ، کلیوالي پرختیاو، د انساني ظرفیت لوړولو، ښوونې او روزنې، روغتیا، زیربناو او ځینو نورو برخو کې ۶.۹ میلیارد ډالره مرسته کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې تیره اونۍ اروپايي ټولنې هم له کرونا ویروس سره د مبارزې په هدف له افغانستان سره د ۳۵ میلیونه یورو مرستې کولو اعلان وکړ.

XS
SM
MD
LG