د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان د گواښونو وروسته هند 'تیارسی' دی


د هندوستان رسنیو رپورټونه خپاره کړیدي چې حکومت یې د ممبۍ او دلې برسیره پنځو نورو ښارونو ته امر کړیدی چې د تیارسي په حالت کې وسي

د هند خپرونه 'ټایمز اف انډیا' لیکي چې حکومت امر کړیدی چې ممبۍ، دلې او پنځه نور ښارونه دې د راتلونکي ٧٢ ساعتونو لپاره تیارسی وسي ځکه پاکستان ویلي دي چې هغوي به هند ته ځواب ورکړي.

دغه خپرونه د یوې منبع له قوله لیکي چې د پاکستان د پوځ لخوا د مستقیم برید نه بلکه د پاکستان د استخباراتي ادارو په ملاتړ د ترهگرو د برید امکان زیات دی او هم لدی کبله زیات امنتیي تدابیر نیول شویدي.

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال اصف غفور په بالا کوټ د هند د هوایي برید نه وروسته وویل چې "پاکستان به هند حیرانه کړي او هند دی اوس حملې ته انتظار وباسي."

هند د پاکستان د گواښونو نه وروسته د پنجاب، راجهستان او گجرات په ایالتونو کې دغه اقدامات کړیدي.

د هند د کورنیو چارو وزیر رجنات سنگ د چارشنبې په ورځ یو بیړنۍ غونډه هم رابللې ده چې د برید د شنډولو په اړه خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG