د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د هند تر ګواښ وروسته روغتونونو ته د تیارسی امر کړی


پاکستان د هند تر ګواښ وروسته د خیبر پښتونخوا ملکي او دولتي روغتونونو ته امر کړی چې ۲۵ سلنه روغتیايي بسترې تیارې وساتي.

په خیبر پښتونخوا کې روغتونونو ته دغه لارښوونه د پلوامه تر برید وروسته د پاکستان او هند ترمنځ د اړیکو تر ترینګلتیا وروسته چې یو او بل ته یې د ګواښوونو امر کړی شوی دی.

د خیبر پښتونخوا د روغتونونو سکرټر ډاکټر سید فاروق جمیل په پاکستان کې د امریکا غږ ډې وې څانګې ته ویلي چې دغه امر د پاکستان د حکومت لخوا دوی ته شوی دی.

نوموړي ویلي چې د ممکنه بحران رامنځته کېدو په صورت کې هغو روغتونونو ته چې له۲۰۰ څخه زیات بستر ولري امر شوی چې ۲۵ سلنه یې تیار وساتي.

د هند تر ولکې لاندې د کشمیر په پلوامه سیمه کې وروستي ځانمرګي برید چې ۴۱ هندي سرتېري یې ووژل د واړو هېوادونو اړیکې یو ځل بیا ترینګلې کړې.

هند د دغه برید تر شا د پاکستان لاس وباله او د غچ اخیستلو خبر داری یې ورکړ،خو پاکستان د دې ترڅنګ چې په دغه برید کې لاس لرل ردکړل، وویل که هند برید وکړي سمدستي به ځواب ورکړي.

د دغه حملې مسؤلیت د پاکستان په پنجاب کې مېشتې جېش محمد ډلې په غاړه اخیستی دی.

XS
SM
MD
LG