د لاس رسي وړ اتصالات

تر وخت او ځای ټاکلو وروسته به د هند برید ته ځواب ورکړو ـ قریشي


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وايي، هېواد به یې په بالاکوټ سیمه کې د هند د هوايي برید په اړه غلی پاتې نشي.

شاه محمود قریشي نن سې شنبه د دغه هېواد له دفاع او مالیې له وزیرانو سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وویل چې هند د پاکستان پر خاوره تېری کړی او پاکستان به یې ځواب ورکړي.

نوموړي‌ زیاته کړه چې د پاکستان د صدراعظم عمران خان په مشرۍ د ملي امنیت په غونډه کې د هند هغه ادعا رد شوه چې ویلي و په بالاکوټ سیمه کې د جېش محمد ډلې مرکزونه و.

قریشي وویل چې په دغه غونډه کې پرېکړه شوې‌ چې د وخت او ځای تر ټاکل کېدو وروسته به د هند برید ته ځواب ورکړي.

پاکستان د هند تر برید وروسته د پارلمان غونډه راغوښتې ده.

دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه هندي الوتکو د پاکستان په خاوره کې د کشمیر په بالاکوټ سیمه کې د جیش محمد ډلې پر مرکزونو هوايي بریدونه وکړل.

رویټریز خبري اژانس د هندي چارواکو په حواله ویلي چې په دغه برید کې د جېش محمد ډلې ۳۰۰ غړي وژل شوي‌ دي.

نن د هند د بهرنیو چارو وزارت مرستیال په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې په دغه برید کې د جېش محمد ډلې مرکز چې مشري یې د دغه ډلې د مشر مسعود اظهر اخښي یوسف اظهر کول د دغه ډلې ګڼ غړي‌ وژل شوي‌ دي.

پر همدې مهال د پاکستان د دفاع وزیر پرویز خټګ هم وویل چې هندۍ الوتکې تېره شپه ۵ کیلومټره د پاکستان خاورې ته داخلې شوي وې.

نوموړي وویل چې تر دا مهاله د تلفاتو شمېر معلوم نه دی، خو زیاته یې کړه چې لوری معلوم دی او که چیري په راتلونکې کې هند ورته عمل تر سره کړي‌ سخت غبرګون به ورته وښه يي.

په روانه فبروري میاشت کې د هند تر ولکې لاندې د کشمیر په پلوامه سیمه کې د هند پر نیمه پوځي سرتېرو تر خونړي ځانمرګي برید وروسته چې ۴۱ تنه یې ووژل د پاکستان او هند اړیکې د برید تر کچې ورسولې.

هند د دغه برید پړ پر پاکستان واچول او د غچ اخیستلو ګواښ یې وکړ، خو پاکستان په هغه ورځو کې وویل چې د هند برید ته به سمدستي ځواب ورکړي.

XS
SM
MD
LG