د لاس رسي وړ اتصالات

نړیوال بانک په افغانستان کې د اړمنو خلکو سره ۱۵۰ میلیون ډالر مرسته وکړه


د ملګرو ملتونو سازمان د خوړو او کرنې ادارې (FAO) په افغانستان کې د اړمنو کسانو او کروندګرو د اړتیا پوره کېدو په هدف له دغه هیواد سره د نړیوال بانک د ۱۵۰ میلیون ډالر مرستې خبر ورکړی او د هغه هرکلی یې کړی دی.

دغه سازمان د دوشنبې په ورځ ناوخته جون ۱۳ (غبرګولې ۲۳) په یوې اعلامیې کې ویلي چې دغه پيسې د نړیوال بانک د هغه ۱۹۵ میلیون ډالرو له جملې څخه دي چې د اړمنو افغانانو د ژوند د ښه کولو په برخه کې یې د ورکولو ژمنه شوې وه.

د ملګرو ملتونو د یادې ادارې د معلوماتو په اساس چې ددغه پیسو پاتې ۴۵ میلیون به د راتلوونکو ۲۴ میاشتو په اوږدو کې په دغه برخه کې ولګول شي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې برخې مسؤل کیو دونګیو ویلي "موږ د نړیوال بانک او د هغوی له غړو څخه په موقع له دې سخاوتمندانه مرستې څخه مننه کوو. دا په افغانستان کې د بېوزلو کروندګرو لپاره یوه تاریخي شېبه ده."

ملګرو ملتونو همدارنګه زیاته کړې چې د څېړنو په اساس اوس مهال په افغانستان کې ۱۹.۷ میلیون خلک چې ددغه هیواد د وګړو نیمايي نفوس تشکیلوي له سختې لوږې سره مخ دي او هغوی نشي کولای ورځني خواړه ځان ته پيدا کړي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په وینا په ټول افغانستان کې د اقتصادي کړکېچ او وچکالۍ له امله د خوړو د نه خوندیتوب کچه د لوړېدو په حال کې ده.

دغه ادارې ویلي چې د اوکراین جګړه به هم په افغانستان کې د خوراکي توکو د بیو لوړېدو لامل شي.

شاوخوا دوې اونۍ مخکې نړیوال بانک او د افغانستان بیارغونې صندوق د دغه هیواد سره په درې برخو کې د ۷۹۳ میلیون امریکايي ډالرو مرستې اعلان وکړ.

نړیوال بانک د جون درېیمه (غبرګولې ۱۳) وویل چې په تازه تصویب شوو پروژو کې د غذايي خوندیتوب، د افغانانو د ژوند ښه والي او د روغتیا د بېړني غبرګون پروژې شاملې دي.

د نړیوال بانک په اعلامیه کې ویل شوي چې دا پروژې به د طالبانو حکومت له کنټرول څخه بهر د ملګرو ملتونو خیریه بنسټونو او نورو غیر دولتي موسسو لخوا تطبیق کېږي.

په بیان کې ویل شوي چې ددغو پروژو له تطبیق څخه به افغان نجونې او مېرمنې هم برخمنې شي.

د نړیوال بانک په اعلامیه کې ویل شوي چې د غذايي خوندیتوب بېړنۍ پروژه به له افغان کروندګرو سره مرسته وکړي چې د غذايي موادو تولید لوړ کړي او د غذايي خوندیتوب د لا خرابېدو مخه ونیسي.

نړیوال بانک پر داسې مهال د افغانستان لپاره دغه مرسته اعلانوي چې پر افغانستان د طالبانو حاکمیت وروسته د نړیوالې ټولنې او ځینو هیوادونو د مرستو بندېدو او یا هم ځنډېدو سره د دغه هیواد د اقتصادي بحران په اړه اندېښنې زیاتې شوي دي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې اوس مهال د افغانستان شاوخوا ۲۳ میلیون خلک له سختې لوږې سره مخ دي او ۹۵ سلنه خلک یې کافي خوړو ته لاس رسی نلري.

دغه سازمان همدارنګه ویلي چې ۱۰ میلیونه ماشومان د ژوندي پاتې کېدو لپاره بېړنو مرستو ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG