د لاس رسي وړ اتصالات

د حاصلاتو تر ګټې مو لګښت ډیر دی، مرستې هم نشته- د غزني کروندګر 

د حاصلاتو تر ګټې مو لګښت ډیر دی، مرستې هم نشته- د غزني کروندګر 
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:00 0:00

پداسې حال کې چې د خوړو او کرهڼې نړیوالې ادارې له اړمنو کروندګرو سره د نړیوال بانک د تازه ۱۵۰ ملیونه ډالرو مرستو هرکلی کړی دی، یو شمیر کروندګر او باغداران وايي، چې حاصلات یې تر لګښتونو کم دي او جدي مرستو ته اړتیا لري. 

د غزني د ګیلان ولسوالۍ یو کروندګر او د انګورو د باغونو تاکبر عبدالصمد وايي، ګټه یې کمه او لګښت یې په ځمکو زیات دی او سږ کال یې باغ هم وچکالۍ او مرضونو ځپلی دی.

عبدالصمد وویل: ”ددې باغونو مشکلات ډیر دي. رقم رقم مرضونه دي. مونږ له باغونو سره په ځور ډیر یو. دا باغ مې یخ وهلی دی. دا بل باغ مې روغ دی. ګټه یو وار وکړي بیا دوه واره تاوان کوي“.

عبدالصمد داسې مهال د خپلو باغونو د ګټې نه سرټکوي چې د خوړو او کرهڼې ادارې تازه خبر ورکړی دی چې د افغانستان د بې وزله کروندګرو سره به نړیوال بانک ۱۵۰ ملیونه امریکايي ډالره مرسته وکړي.

د غزني دا کروندګر بیا د مرستو غوښتنه کوي، وايي له حکومت غواړي چې ورته پاملرنه وکړي.

هغه وایي، که مسولین دې چارې ته پام ونه کړي نو د باغدارانو اقتصادي حالت به نور هم خراب شي او بیا به د نشه یې موادو کښتونو ته مخه کړي.

د عبدالصمد په وینا، حکومت دې د باغداري د تقویې له پاره د باغدارانو او بزګرانو سره خپلې مسلکې زراعتي مشورې شریکې کړې تر څو سالم زراعت په لور په ټول هیواد کې ګړندي ګامونه پورته شي.

XS
SM
MD
LG