د لاس رسي وړ اتصالات

هند او نایجریا د امنیتي اړیکو د قوي کولو او ترهګرۍ سره د مبارزې ژمنه وکړه

نریندرا مودي نایجریا ته تللی.
نریندرا مودي نایجریا ته تللی.

د هند او نایجریا مشرانو د یکشنبې په ورځ نومبر ۱۷ (لړم۲۷) د بحري امنیت او د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخو کې د اړیکو د قوي کولو ژمنې وکړې.

نایجریا ته په خپل سفر کې د هند صدراعظم نریندرا مودي د کوربه هېواد له ولسمشر بولا تنیبو سره په مرکز ابوجا کې ولیدل.

دوی دواړو همدغه راز د نړیوال جنوب (ګلوبل ساوت) ملتونو سره د همکاریو د ډېرېدو تعهد هم وکړ. ګلوبل ساوت، مخ په ودې هېوادنه بلل کېږي چې نایجریا، چین او د فارس خلیج ځینې شتمن هېوادونه هم په کې شامل دي. مودي ډېر کله هند د نړیوال جنوب غږ بولي.

نریندرا مودي وویل: «موږ به په ګډه په نړیواله کچه د نړیوال جنوب لومړیتوبونه په ګوته کوو او زموږ د ګډو هڅو څخه مننه. په دې برخې کې به هم بریا ترلاسه کوو.»

د دواړو په ګډې اعلامیې کې ژمنه شوې چې نوی ډهلی او ابوجا به د هند په سمندر او د ګینې په خلیج کې د مخ په زیاتېدونکي ګواښ سره د مبارزې لپاره د ترهګرۍ ضد، سمندري‌ امنیت او استخباراتو د شریکولو په برخو کې همکاري زیاتوي.

د نایجریا ولسمشر د هند صدراعظم ته د نایجریا د نظم د لویې قوماندې مډال ډالۍ کړ. دا د نایجریا دویم لوی ویاړ بلل کېږي.

ولسمشر بولا تنیبو «نریندرا مودي د دیموکراتیکو اصولو او ارزښتونو د ډېر قوي تعهد» استازی وباله.

هغه زیاته کړه: «نایجریا له هند سره خپل عالي روابطو ته ارزښت ورکوي او د دواړو ملګرو هېوادونو د مشترکو ګډو د زیاتولو لپاره به کار وکړو.»

نایجریا په افریقا کې د هند تر ټولو ستر تجارتي ملګری بلل کېږي‌ او په ۲۰۲۲ کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ تجارتي‌ راکړه ورکړه ۱۴.۹ میلیارد ډالر اټکل شوې وه.

چارواکي وايي په نایجریا دا مهال کې ۶۰۰۰۰ هندي اتباع او شاوخوا ۲۰۰ هندي کمپنۍ شته.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG