د لاس رسي وړ اتصالات

هند کې د یو نړیدلي تونل څخه د ۴۰ تنو کارګرانو د ژغورلو هڅې دوام لري


اوسمهال شاوخوا ۲۰۰  ژغورونکي د کیندلو د تجهیزاتو په مرسته د ژغورنې په عملیاتو بوخت دي.
اوسمهال شاوخوا ۲۰۰  ژغورونکي د کیندلو د تجهیزاتو په مرسته د ژغورنې په عملیاتو بوخت دي.

د هند په شمال کې ژغورونکو د پنجشنبې په ورځ، نومبر ۱۶ (لړم ۲۵مه) وویل، چې دوی توانیدلي په یو نړیدلي تونل کې ګیر شويو ۴۰ کارګرانو ته خواړه او درمل ورسوي او د دوی د ژغورلو لپاره د کیندلو کار پیل کړي.

د هندي مقاماتو په وینا، ددغه تونل د یوې برخې د نړیدو پېښه د تیرې یکشنبې په ورځ ( اکتوبر ۱۲مه) په سیمه ییز وخت د سهار په ۵:۴۰ دقیقو د هند د اتراکند په ایالت کې رامنځته شوه . د چارواکو په وینا د پیښې پرمهال، په تونل کې د ۵۰ څخه تر ۶۰ پوري کارګرانو موجود وو.

د اسوشیتیډ پرس خبري اژانس په حواله، په تونل کې ګیر شوي کارګران روغ دي او ژغورونکو دغو کارګرانو ته د رسیدو په موخه د تونل د یوې برخې په کیندلو پیل کړی دی.

د طبیعي پيښو سره د مبارزې یو چارواکي دیویندر پټوال د اسوشیتیډ پرس خبري اژانس ته وویل، چې ژغورونکي هیله لري چې د "امریکن اوګر" د ماشین په مرسته د نږدې ۴۵ مترو کیندلو له لارې د جمعې تر شپې یا شنبې پورې بند پاتې شوي کارګرانو ته ورسیږي.

د اتراکند ایالت حکومتي‌ مقاماتو د چهارشنبې په ورځ وویل، د اونۍ په پیل کې په تونل کې د ګیر شوي کارګرانو د ژغورنې په موخه د ژغورنې پايپ د ځای پرځای کولو لپاره مخکنې کارول شوی ماشین ډیر ګټور ثابت نشو.

ددغه ایالت یو لوړ پوړي چارواکي وویل: "موږ هیله مند یو چې ټول هغه کسان چې تونل کې دننه بند پاتې دي په یو یا دوه ورځو کې به په خوندي ډول وژغورل شي."

په ورته وخت کې، په تونل کې د ګیر شویو کارګرانو خپلوان او ملګري د چهارشنبې په ورځ د تونل څخه بهر راټول شوي وو او د ژغورنې د ټکنی بهیر له امله په غوسه وو.

د اتراکند ایالتي حکومت ویلي، چې دوی له پوځ او بهرنیو کارپوهانو سره د ژغورنې عملیاتو د دوام پر لارو چارو سلا مشورې کوي.

اوسمهال شاوخوا ۲۰۰ ژغورونکي د کیندلو د تجهیزاتو په کارولو سره د ژغورنې په عملیاتو بوخت دي او پلان لري چې د نړیدلي تونل دننه د ۷۵ سانتي مترو په عرض سره فولادي پایپونه ځای پرځای کړي.

همداراز د سه شنبې په ورځ د د ژغورنې د عملیاتو په لړ کې دوه ژغورونکي ټپیان شول چې دا پیښه د ژغورنې عملیاتو د ځنډیدو لامل شو.

یاده دې وي چې د هند په شمال کې دغه تونل د لارو د جوړولو لپاره د هند د صدراعظم نرېندرا مودي د نوښت یوه برخه ده چې هدف یې په دغه هېواد کې د هندوانو د مشهورو عبادتځایونو ترمنځ د لارو غځول دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG