د لاس رسي وړ اتصالات

د هند مظاهرې؛ د جنسي تیري عاملینو ته دې ژر سزا ورکول شي


په هند کې د جنسي تیري په ضد مظاهرې
په هند کې د جنسي تیري په ضد مظاهرې

په هند کې پر یوې وترنرې باندې د جنسي تیري او بیا وژنې په وجه پراخ اعتراضونه ددې هیواد څو ښارونو ته غزیدلي دي.

پر یوې ٢٧ کلنې وترنرې ښځې باندې پنځه ورځې مخکې د حیدرآباد ښار په څنډه کې لومړی جنسي تیری شوی او بیا زندۍ شوې او مړی سوزول شوی دی.

د هند پولیسو تر اوسه څلور نارینه چې عمرونه یې د ٢٠ او ٢٨ کلونو ترمنځ دي ددې قضیې په اړوند نیولي دي.

اعتراض کوونکي او د کانگرس وکیلان د جنسي تیري د قضیو چټکه څیړنه او عاملینو ته یې سمدستي سزا غواړي.

د هند د حکومت د شمیرو له مخې د هند پولیسو په ٢٠١٧ کال کې په هیواد کې د جنسي تیري ۳۲۵۰۰ قضیې ثبت کړې دي، خو ددغې جملې نه په زرگونو قضیې تر اوسه د هند محکمو کې ندي فیصله شوي.

د ښځو د حقونو فعالې او وکیلې فلاویا اگنس، د رویترز اژانس ته ویلي دي چې په محکمو کې ددغه ډول دوسیو ځنډیدل د قربانیانو په زیان تمامیږي. میرمن اگنس وویل: "د قربانیانو لپاره ډیره سټرې کوونکې ده. په محکمو کې د دوسیو ځنډیدل حتی کله کله ددې سبب کیږي چې د جرمونو د اثبات شواهد له منځه لاړ شي".

د هند د پارلمان غړې او د هند د سیمنا د مشهور هنرمند امیتاب بچن ماندینه وایي د جنسي تیري عاملین باید په عام محضر کې اعدام شي.

په حیدر آباد کې چیرته چې تر ټولو ستره مظاهره شوې وه اعتراض کوونکو د جنسي تیري عاملانو ته د اعدام سزا غوښتنه کوله.

XS
SM
MD
LG