د لاس رسي وړ اتصالات

د اندونیزیا د ډوب شوي اوبتل ټول سپاره مړه شوي


د اندونیزیا د سمندري ځواکونو د اوبتل د چارشنبې د ورځې راهیسي ورک و.

د اندونیزیا پوځ وایي په اوبو کې ډوب شوی اوبتل یا تحت البحري د سمندر په تل کې چاودلی او ټول ۵۳ واړه عمله یې مړه شوي دي.

د بحري ځواکونو لوی درستیز یوډو مارګونو نن یکشنبه ، اپریل ۲۵ (غویي۵) خبریالانو ته وویل چې د اوبتل درې ټوتې شوی و.

د اندونیزیا پوځي چارواکي وایي اوبتل څه باندې ۸۰۰ متره لاندې د سمندر په تل کې و او په محلي وخت نن سهار د اوبتل د موقعیت په هکله نښې نښانې تر لاسه شوې.

لا چارواکو د دغې پېښې د دقیق علت په اړه څه نه دي ویلي.

د اندونیزیا د پوځ لوی درستیز هادي تجاجانتو خبریالانو ته وویل چې د یو بل اوبتل په واسطه چې سنګاپور اندونیزیا ته ورکړی و، د ډوب شوي اوبتل د لیدو لپآره وکارول شو.

د اندونیزیا سمندري ځواکونو د شنبې په ورځ هم د اوبتل یو څه نښې نښانې پیدا کړې خو پخپله د اوبتل درک نه و معلوم.

د دغه اوبتل سره د تیرې اونۍ د چارشنبې په ورځ د نظامي تطبیقاتو پر مهال اړیکه پرې شوې وه.

د اندونیزیا د سمندري ځواکونو تر څنګ د امریکا،اسټرالیا، سنګاپور، او مالیزیا جنګي کښتیو د لټون په عملیاتو کې همکاري کوله.

XS
SM
MD
LG