په اندونیزیا کې د یو ښوونځي ښوونکې د سزا په توګه د ۱۴ نجونو زده کوونکو سرونه پدې تور خرېیلي چې اسلامي ححاب یې په سمه توګه نه و مراعت کړی.
د ختیځ جاوا ټاپو د لمونګان سیمې ددغه حکومتي ښوونځي سرښوونکي هارټو تائید کړې ده چې د ۱۴ مسلمانو زده کوونکو نجونو سرونه نسبي خرېیل شوي دي.
د ښوونکې نوم ندی خپور شوی. سرښوونکي هارټو وویل چې د ښوونځي ادارې ددې پېښې له کبله بخښنه غوښتې او په پېښه کې لتاړه ښوونکې یې له دندې لیرې کړې ده.
هارټو زیاته کړې ده چې دغو زده کوونکو د خپل څادر لاندې خولۍ نه وه په سر کړې چې له کبله یې د ویښتانو یوه برخه ښکاره وه.
هغه فرانس پرس ته وویل: "د ښځینه زده کونکو لپاره د حجاب اغوستلو مکلفیت نشته، مګر دوی ته مشوره ورکړل شوې وه چې د منظم ښکاره کېدو لپاره تر څادر لاندې خولۍ په سر کړي... موږ له والدینو بخښنه وغوښته."
د بشري حقونو فعالانو له دندې څخه د دې ښوونکې د لیرې کېدو غوښتنه کړې ده او ویلي یې دي چې د اندونیزیا په زیاتره محافظه کاره سیمو کې د مسلمانو زده کوونکو ترڅنګ د نورو ادیانو پیروان هم اړ ایستل کیږي چې اسلامي حجاب مراعت کړي.
د بشري حقونو د ملاتړ ډلو د ۲۰۲۱ کال په راپور کې ویل شوي چې په سمه توګه د حجاب نه په سر کولو په تور د ښوونځي د ځینو نجونو حجابونه قیچي کړل شوي دي او ځینې نورې زده کوونکې له همدې کبله له ښوونځیو اخراج شوي دي.
که څه هم اندونیزیا شپږ لوی دینونه په رسمیت پېژني خو په دغه هېواد کې د مذهبي زغم د کمېدو په اړه اندیښنې ښودل شوي دي.
په اندونیزیا کې د حجاب مسله په ۲۰۲۱ کې وروسته له هغې راپورته شوه کله چې ددغه هېواد په لویدیځ سوماترا ټاپو کې پر یوې عیسوي زده کونکې باندې د جبري حجاب اغوستلو په اړه راپورونه خپاره شول.
د اندونیزیا حکومت د ۲۰۲۱ په پیل کې فرمان صادر کړ چې په دولتي ښوونځیو کې نجونې او میرمنې کولی شي د خپلې خوښې لباس واغوندي، او ښوونځي یې د مذهبي لباسونو د تحمیل کولو څخه منع کړل.
خو ددغه هېواد سترې محکمې څو میاشتې وروسته د حکومت دغه فرمان لغوه کړ او حکم یې وکړ چې له ۱۸ کلونو څخه د کم عمر لرونکې نجونې حق نلري چې د ښوونځي دپاره خپلې جامې پخپله خوښې کړي.
فورم \ دبحث خونه