د لاس رسي وړ اتصالات

اندونیزیا د جي۲۰ غونډه کې په اوکراین کې د جګړې ختمولو غوښتنه وکړه


د اوکراین جګړه
د اوکراین جګړه

د جي۲۰ هېوادونو غونډه نن جمعه جون اتمه (چنګاښ۱۷) په اندونیزیا کې پیل شوه چې د امریکا د متحدو ایالتونو او روسیې لوړ پوړي چارواکي هم په کې ګډون لري.

د غونډې په افتتاحیه خبرو کې د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې ریتنو مارسودي په اوکراین کې د جګړې د ختمولو غږ وکړ.

هغې وویل: «دا زموږ مسئولیت دی چې جګړه ژر ختمه کړو او ځنډ ونکړو او د خپلو اختلافاتو په اړه د میز په سره خبرې وکړو، نه د جګړې په میدان کې.»

میرمن مارسودي زیاته کړه چې نړۍ تازه د کروناویروس له وبا څخه راوتلې ده او سم له واره «له یو بل بحران سره مخامخ شوه» چې د اوکراین جګړه ده.

هغې زیاته کړه چې د دغې جګړې اغیزې په نړیواله کچه -د خوراکي موادو په قیمتونو، انزژي او نورو برخو کې- محسوس شوي دي او «د تل په څېر مخه په ودې او کم عاید لرونکي هېوادونو زیات اغیزمن کېږي».

اندونیزیا چې د جي-۲۰ هېوادونو د غونډې کوربنه ده، د امریکا له متحدو ایالتونو سره نژدې اړیکې لري او د ناپیلیو هېوادونو د غورځنګ په بسنټګرو راځي. اندونیزیا مخکې هم د جګړې ختمولو غوښتنه کړې وه خو په اقتصادي او سیاسي لحاظ یې د مسکو د منزوي کولو په برخه کې د لویدیځ فشار نه و منلی.

د فرانسې خبري اژانس د راپور په اساس اندونیزیا په دې غونډې کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاروف ته هم اجازه ورکړې ده او د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر ته یې هم بلنه ورکړې چې د ویدیو له لارې کنفرانس کې برخه واخلي.

امریکایي چارواکي وايي د بهرنیو چارو زویر سرګی لاوروف په غونډه کې برخه اخلي خو له خپل روسي سیال سره به په جلا ډول غونډه نکوي.

دوی دواړه په وروستي ځل د جنورۍ په میاشت کې په ژینوا کې لیدلي وو او هغه وخت ښاغلي بلینکن خبرداری ورکړی که روسیې په اوکراین یرغل وکړ، لوی عواقب به ولري.

روسیې د فبروۍ په ۲۴ په اوکراین باندې یرغل وکړ، امریکا او متحدینو یې دا یرغل په کلکه غندلی دی او له اوکراین سره یې پوځي او بشري مرستې پیل کړي دي چې د روسیې په مقابل کې دا جګړه وګټي.

XS
SM
MD
LG