د لاس رسي وړ اتصالات

د کندهار د امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق پر کور په ځانمرګی برید کې ۲ افغان پوليس او ۳ تنه ځانمرګي برید کوونکې وژل شوي دي.

نن ماخستن څه باندې اوه بجې په سپین بولدک ولسوالۍ کې لمړی یو تن ځانمرګي برید کوونکې د موټر سائکل په وسیله د امنیه قوماندان د کور پر قرا ول ځانمرګی برید وکړ او وروسته ۲ تنو نورو برید کوونکو له پوليسو سره په نښته پيل وکړ چې څه کم یو ساعت يې دوام وکړ.

د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق امریکاغږ ته وويل چې د پېښي پر مهال نوموړی په کندهار ښار کې و او د کورنۍ غړو ته يې هم په پېښه کې زیان ندی رسیدلی.

نوموړي وویل چې "پوليسو پدې اړه له وړاندې معلومات لرل او برید کوونکې مخکې له دې چې خپلي موخي ته ورسیږي، یو تن یې په لمړي امنیتي قره ول کې له چاودیدونکو توکو ډک موټرسائکل په وسیله برید وکړ او دوه نور يې د پوليسو سره په نښته کې وژل شوي دي، په پېښه کې دوه پوليس هم وژل شوي او بل چاته زیان ندی رسیدلی".

د کندهار امنیه قومندان وايې چې د پېښي سیمه تصفیه شوې او اوس هیڅ ډول ستونزه نشته.

تر اوسه چا د دې برید مسئولیت په غاړه ندی اخیستی.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG