د لاس رسي وړ اتصالات

حکومت اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون یرغمل کړی دی - افضلي


اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د یو شمېر دولتي ادارو د همکارۍ د کموالي په اړه د ۳۰ رسنیو له اعتراض یوه ورځ وروسته د افغانستان د شفافیت د څار ادارې افغان حکومت د قانون په تطبیق کې پر ناغېړۍ تورن کړ.

د دغې ادارې رئيس سید اکرام افضلي د چهارشنبې په ورځ د فبروري پنځمه (سلواغه ۱۶) خبریالانو ته وویل، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون چې تېرکال جوړ شوی دی، په دې برخه کې ناغیړي کوي.

ښاغلي افضلي زیاته کړه، چې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون له بنیادي ستونزو سره مخامخ دی.

هغه وویل: "په خواشینۍ سره چې حکومت اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په تطبیق کې ناغیړي کړې او که حتی ووایم چې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسون یې یرغمل کړی دی، نو سمه به وي".

د شفافیت د څار ادارې رئیس له حکومت څخه وغوښتل، چې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د تطبیق په وړاندې پراته خنډونه پورته کړي او مهم دولتي بنسټونه لکه جمهوري ریاست، ستره محکمه، لویه څارنوالي او د افغانستان پارلمان له قانون څخه پورته عمل ونکړي.

خو د افغانستان اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون پر خپلې خپلواکۍ ټینګار کړی او ویلي دي: "کمېسیون د یوې خپلواکې ادارې په توګه د د اطلاع رسونې فرهنګ د پیاوړتیا لپاره خپل د نظارت او ملاتړ رول ته ژمن دی او د ادارو مسولینو، مدني بنسټونو، اکاډمیکو بنسټونو او ولسي بنسټونو ته د پروګرامونو د جوړولو او مختلفو غونډو له لارې د عامه پوهاوي هڅه کړې ده".

دغه کمېسیون د معترضو رسنیو په غبرګون کې د یوې اعلامیې به خپرولو سره ویلي، چې اطلاعاتو د لاسرسي کمېسیون د موندنو له مخې په افغانستان کې اطلاعاتو ته د لاسرسي وضعیت مخ په ښه کېدو دی.

د سې‌شنبې په ورځ د یو شمېر افغان رسنیو استازو له اعتراض وروسته د افغانستان د جمهوري ریاست د عامه او ستراتیژیکو اړیکو په چارو کې سلاکار وحید عمر خبریالانو ته وویل، چې حکومت اطلاعاتو ته د لاسرسي لپاره د زمینې برابرولو ته ژمن دی.

ښاغلي عمر زیاته کړه، چې دولتي ادارې هڅه کوي تر څو په شفافه او کره توګه معلومات له خلکو او رسنیو سره شریک شي او که چېرې په دې برخه کې نیمګړتیا رامنځ ته شوې ده، لامل یې تخنیکي ستونزې دي.

د جمهوري ریاست سلاکار د دغو ستونزو د لرې کولو ډاډ ورکړ.

XS
SM
MD
LG