د لاس رسي وړ اتصالات

لغمان کې بېځایه شوې کورنۍ بېړنیو مرستو ته اړتیا لري – بشري حقونه


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د افغانستان په لغمان ولایت کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ د جګړو له زیاتوالي سره هم‌مهاله د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي چې په دغه ولایت کې سلګونه کسان د نښتو له امله له خپلو مېنو بیځایه شوي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د دغه کمېسیون د اطلاعاتو د څانګې مسول محمدرضا جعفري د چهارشنبې په ورځ د مې ۲۶ (غبرګولي پنځمه) امریکا غږ ته وویل چې د بشري حقونو کمېسیون په لغمان او یو شمېر نورو ولایتونو کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو او ملکي تلفاتو په اړه ژوره اندېښنه لري.

هغه زیاته کړه: "دا وضعیت هیڅ کله د منلو وړ نه دی او زموږ غوښتنه دا ده چې ژر جګړه ودرول شي ترڅو خلکو ته له دې زیات زیان وانوړي. ټولې خواوې د خلکو د ژوند او مال په ساتنه کې مسول دي".

د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون همدا شان د جګړې له ښکېلو خواو څخه وغوښتل چې ژر جګړې ته د پای ټکی کېږدي او په یو پراخ اوربند توافق وکړي.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د افغانستان د دولت وزارت د مطبوعاتو سلاکار عبدالله ولیزاده هم امریکا غږ ته وویل چې په تېره یوه میاشت کې کابو دوه زره او ۵۰۰ کورنۍ په لغمان کې د جګړو له امله بېځایه شوي دي.

ښاغلي وليزاده وویل: "د لغمان ولایت د طبیعيي پېښو پر ضد د مبارزې ریاست اته ډلې د سروې او امکاناتو د ارزونې په حال کې دي چې څه ډول بېځایه شویو کورنیو ته مرستې برابر کړي".

هغه زیاته کړه چې تراوسه یوازې ۱۱۶ بېځایه شویو کورنیو ته مرستې رسېدلي او دا لړۍ به په راتلونکو ورځو کې هم دوام وکړي.

پر همدې مهال د افغانستان د کډوالو چارو وزارت مطبوعاتي سلاکار عبدالباسط انصاري نن چهارشنبه امریکا غږ ته وویل چې په لغمان ولایت کې په وروستیو څو میاشتو کې د جګړو له امله ۵‍‍۱۱۵ کورنۍ بېځایه شوي چې ۴۰۰ یې د تازه جګړو له امله دي.

هغه وویل چې د کډوالو چارو وزارت لخوا د بېځایه شوو کورنیو سروې پيل شوې چې وروسته به د مرستې رسولو بهیر ورته پيل شي.

له تېرو څو ورځو راهیسې په لغمان ولایت کې د طالبانو د پراخو بریدونو راپورونه ورکول کېږي چې له امله یې د افغانستان د دفاع وزارت لوی درستیز د دغو بریدونو د مهارولو لپاره یاد ولایت ته تللی و.

د لغمان امنیه قوماندان سمونوال لطف‌الله کامران خبریالانو ته په استول شوې ویډیو کې ویلي چې د طالبانو جنګیالي د مهترلام ښار له څنډو څخه ولسوالیو ته په شا تمبول شوي او لا هم په علیشنګ او علینګار کې عملیات دوام لري.

ښاغلي کامران په دغو عملیاتو کې طالبانو ته د درنې مرګ‌ژوبلې اړولو ادعا وکړه او ویې ویل: "عملیات به ټولو هغو سیمو ته وغځول شي چې هلته مخکې ملي امنیتي ځواکونه و او حتا هغو سیمو ته به هم داخل شي چې ملي امنیتي ځواکونو سره نه و".

هغه د لغمان امنیتي وضعیت د ډاډ وړ یاد کړ او زیاته یې کړه چې طالبانو د ملکي وګړو له استوګن‌ځایونو څخه د سپر په توګه کار اخلي او د ملکیانو د تلفاتو د مخنیوي لپاره د افغان ځواکونو عملیات په کراره پر مخ ځي.

XS
SM
MD
LG