د لاس رسي وړ اتصالات

لغمان والي: له سلو ډېر نظامیان د وظیفوي غفلت په تور نیول شوي


د لغمان والي رحمت الله د افغانستان له لوی درستیز جنرال محمد ضیاء او نورو چارواکو سره.
د لغمان والي رحمت الله د افغانستان له لوی درستیز جنرال محمد ضیاء او نورو چارواکو سره.

د لغمان والي تېر ماښام خبریالانو ته وویل چې ۱۱۷ هغه نظامیان یې نیولي دي چې وظیفوي غفلت یې کړی او یا یې له طالبانو سره لاس یو کړی دی.

نوموړي وویل چې په نیول شویو کې د لغمان ولایت د ملي امنیت اپراتیفي مرستیال هم شامل دی او اوس مهال په توقیف کې دي.

حکومت دا کار وروسته له هغې وکړ چې په پرلپسې ډول د لغمان مرکز مهترلام او همدا شان الینګار، الیشنګ او دولت شاه ولسوالیو کې حکومتي نظامیان او پوستې طالبانو ته تسلیم شوې.

یوې حکومتي سرچینې امریکا غږ ته وویل چې لغمان کې د تېرو دوو اونیو په اوږدو کې له سلو ډېرو حکومتي نظامیانو د قومي مشرانو په منځګړیتوب خپلې پوستې پرته له جګړې خوشې کړې وې.

له تېرې ورځې راهیسې د لغمان په مرکز مهترلام کې د طالبانو او حکومتي ځواکونو تر منځ جنګ روان دی چې جګړه تېر ماښام د مرکزي محبس څنډو ته رارسېدلې وه چې وروسته حکومتي قواوو د طالبانو پر ضد عملیات پیل کړي او لا هم عملیات روان دي.

دا اوس مهال د دولت شاه ولسوالي د طالبانو سره ده او د الینګار او الیشنګ ولسوالیو ګڼې پوستې حکومتي ځواکونو پرېښې دي.

په لغمان کې د طالبانو پر ضد د پوځي عملیاتو مشري د افغانستات د پوځ لوی درستیز ستر جنرال یاسین ضیاء په غاړه اخیستې ده چې په یو شمېر سیمو بمباري هم شوې ده.

حکومتي چارواکو ویلي دي چې ګڼ طالب وسله وال یې په لغمان کې وژلي.

د افغانستان دفاع وزارت ویلي چې لغمان کې یې ۵۰ طالبان وژلي دي چې بهرنیان هم پکې شامل دي او تر ۶۰ طالبان ټپیان دي.

طالبانو بیا په لغمان ولایت کې د یو شمېر امنیتي پوستو او پوځي وسایلو د نیولو ادعا کړې ده.

XS
SM
MD
LG