د لاس رسي وړ اتصالات

د عبدالله مشاور داود اساس وایي، عبدالله او عطانور به ژر پخلا شي


د بلخ د والي عطامحمد نور د څرگندونو په غبرگون کې د اجرائيه رياست سلاح کار داود اساس د امريکا غږ ته وويل چې اجرائيه رياست يواځې د جمیعت او یا کوم بل گوند پورې تعلق نلري بلکه د ټولو افغانانو او د افغانستان د ثبات لپاره کار کوي.

د بلخ د والي عطا محمد نور د دوشنبې په ورځ د مارشال محمد فهیم قسيم د تلین په مناسبت جوړ شویو مراسمو کې وویل چې دی به د جمعیت ګوند په استازیتوب د ددغه ګوند د پلویانو او غړو سیاسي حقوق تأمین کړي.

داود اساس وويل د عطا محمد نور او ډاکتر عبدالله د اختلاف ټکې د شوی موافقې په اساس پنځوس فيصده سهم دي چې نور يي ژر تر ژره غواړي خو ډاکتر عبدالله يی د هيواد د شرايطو په نظر کې نيولو سره سوکه تطبيقوي.

د اجرائيه رياست سلاح کار دا هم وويل چې ښاغلې نور د عبدالله نږدی ملگری دی او انتقادونه يی د اصلاح لپاره دي او دا کومه جدی خبره نه ده.

ښاغلی نور ويلي چې ښاغلی عبدالله د دې لپاره چې خپل موقف او قدرت وساتي د معاملو هڅه کوي.

ښاغلي اساس وایي چې په نږدي راتلونکې کې به عطا نور د ښاغلي عبدالله په ملاتړ خپل کار او فعاليت ته دوام ورکړي، ژر به پخلا شي او په خوښۍ به خبرې پيل کړي.

داود اساس سره د نوشابې اشنا بشپړه مرکه دلته واورئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:05:50 0:00
XS
SM
MD
LG