د لاس رسي وړ اتصالات

عطا محمد نور: خپله آینده په ملي کچه سیاست کې وینم


د ولسمشر اشرف غني او د بلخ د سر پرست والی عطا محمد نور ترمنځ مذاکرات له څو اونیو راهیسې روان دي
د ولسمشر اشرف غني او د بلخ د سر پرست والی عطا محمد نور ترمنځ مذاکرات له څو اونیو راهیسې روان دي

د بلخ سرپرست والي عطا محمد نور وايي له حکومت سره د مذاکراتو مقصد دادی چې په ملي کچه سیاست کې برخه واخلي او د جمعیت اسلامي دگوند د لا ښه تنظیم لپاره اقدامات وکړي

عطا محمد نور: له طالبانو سره خبرې ډېر اهمیت لري؛ زه هیله من یم چې دافغان حکومت او طالبانو ترمنځ مذاکرات وشي.

عطا محمد نور دافغانستان یو ځواکمن سیمه ئېز مشر او د بلخ سرپرست والی د افغانستان له ولسمشر اشرف غني سره ددې لپاره په مذاکراتو بوخت دی چې له مرکزي حکومت سره یوځای شي. ښاغلي نور وايی دده گوند (د افغانستان اسلامي جمعیت) ښه تنظیم ته ضرورت لري.

دهغه دغه ا قدام د افغانستان په سیاست کې، د ٢٠١٩ کال له انتخاباتو نه مخکې بدلون راوستلی شي.

عطا محمد نور اوس غواړي په ملي کچه دافغانستان په سیاست کې نقش ولري او راتلونکیو ملي انتخاباتو ته سترگې په لاردی. له ولسمشر غني سره دهغه خبرې له څو اونیو راهیسې روانې دي.

ولسمشر اشرف غنی په مز ار شریف کې
ولسمشر اشرف غنی په مز ار شریف کې

رپوټ وايی له حکومت سره د ښاغلي نور خبرې دملي یووالی په حکومت کې هغه کمزوری سیاسی توازن له خطر سره مخامخولی شي چې د ولسمشر غني او اجرایه رئیس عبدالله عبدالله ترمنځ موجود دی.

د ملي یووالي حکومت دامریکا په ملاتړ د اشرف غني او دهغه د سیاسي سیال عبدالله عبدالله ترمنځ له ډیرو مذاکراتو او د متحده ایالاتو دهغه وخت د بهرنیو چارو د وزیر جان کېري په وساطت منځته راغلی و.

د بلخ سر پرست والي عطامحمد نور ددې مذاکراتو د مقصد په اړه په یوه مرکه کې وویل " موږ له محترم ولسمشر سره خبرو ته دوام ورکوو او هم د جمعیت اسلامي دگوند د لا ښه تنظیم لپاره اقدامات کوو. په دې لړ کې به د جمعیت د مشرانوسره په هغو تغییراتو خبرې وکړو چې په نظر کې نیول شوي دي. په دې کې بهد جمعیت د رهبرۍ د شوری غړي زیات شي؛ معاونین به ېې هم زیات شي او وظایف به وویشل شي".

ښاغلي نور زیاته کړله چې د جمعیت اسلامي تنظیمول په ولایاتو او نورو برخو کې پکارده ددې لپاره منځته راشی چی دا گوند متحول او متحرک شي. سازمان ېې منظم شي او د یو منظم گوند پهډول حرکت وکړي.

ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله
ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

رپوټ وايي د افغانستان د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله دریځ د هغه د خپلو پلویانو ترمنځ کمزوری شوی دی. د هغه پلویان زیاتره د افغانستان دشمالی سیمو خلک دي. په راتلونکي حکومت کې د اشرف غنی په وړاندې د متقابل سیاسی قدرت رامنځته کېدلو ته اړتیا لیدل کېږي.

د بلخ سرپرست والي ښاغلي نور زیاته کړله چې ده په دې اړه تراوسه پورې کومه فیصله نده کړی چې په مرکزي حکومت کې له حکومت سره کومه څوکۍ قبوله کړي، که څه هم دی خپله آینده په ملي کچه سیاست کې وینی نه په سیمه ئیز سیاست کې.

ښاغلي نور په بلخ کې د تغییراتو سره د موافقې په اړه وویل "کله چی موږ په خبرو کې له ولسمشر سره یوې داسې موافقې ته ورسیږو چې د دواړو خواو لپاره د منلو وړ وي، نو بیا به زه له دې سره موافقه ولرم چې په بلخ کې تغییرات راشي. "

د بلخ سرپرست والی عطآ محمد نور زیاته کړله چې ده ته داسی وړاندیزونه شوی دي او داحسن نیت موجود دی چې دی په کابل کې یوه ؤظیفه ترلاسه کړي، خو ده په خپله د وظیفې غوښتنه نده کړې او خپل ځان ورته اولویت نلري. هغه وویل دده خبرې له ولسمشر سره په ملي کچه دي او دده غوښتنې هم په حکومت کې د گډون لپاره د یوه سترگوند په کچه دي چی په حکومت کې ښه ونډه ولري او همدا دده لپاره اولیت لري.

عطا محمد نور د بلخ سر پرست والي
عطا محمد نور د بلخ سر پرست والي

عطامحمد نور، د افغانستان د ډیرو ځواکمنو سیاسی شخصیتونو په څېر د افغانستان د څو لسیزو په شخړو کې سابقه او تجربه لري. خو له دې سره پرهغه د شخړو د وخت د نورو مشرانو په څېر داتور لگېدلی دی چی د ده ملیشې د بشري حقونو نه په سرغړونو کې لتاړې وې.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې دامریکا له نوي حکومت سره د عسکرو د شمېر په سرنوي مذاکرات کېدلی شي، ښاغلي نور وویل له طالبانو سره خبرې ډېر اهمیت لري. هغه وویل دی هیله من دی چې دافغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ مذاکرات وشي.

په ملي سیاست کې دهغه علاقی د زیات شمیر دیپلوماتانو او ټولنیزو رسنیو پاملرنه ځانته جلب کړې ده. ډېر سیاستوال او دپلوماتان دهغه کورته په مزار شریف او کابل کې ور روان وي.

د بلخ سرپرست والي عطا محمد نور غواړي په ملي کچه په سیاست کې برخه واخلي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:53 0:00

په دې توگه په ملي کچه سیاست کې د ښاغلي نور علاقې، هغه له عبدالله عبدالله سره هم په یوه سیاسی سیالۍ کې مخامخ کړی دی. د عبدالله عبدالله په برخه کې داویل کېږی چی د ولسمشر غني له خوانه دهغه نقش حاشیه یي بڼه غوره کړیده.

د ښاغلي عبدالله ډیر پلویان داسې احساس کوي چی دملي یووالي حکومت دوی تیرایستلي دي. د ملی یووالي حکومت د ښاغلي اشرف غني او عبدالله عبدالله د پلویانو ترمنځ له ډیرو ناندریو او پر یوبل په رایو کې د لاسوهنو د تورونو لگولو نه وروسته منځته راغی.

خو عبدالله عبدالله په دې کې پاتې راغی چې یو واقعي مشترک حکومت منځته راوستلی شي.

ښاغلي عبدالله د سرپرست والي عطامحمد نور او ولسمشر اشرف غني ترمنځ خبرو په اړه خپل نظر ندی څرگند کړی. دهغه دفتر هم د ولسمشر غنی او عطامحمد نور ترمنځ پر مذاکراتو له تبصرې نه ډډه وکړله. خو د ښاغلي عبدالله عبدالله دریځ په حکومت کې د اجراییه رئیس په توگه د ملی یووالي په حکومت کې تر نویو انتخاباتو پورې تضمین دی.

په افغانستان کې د ډیرې بیکارۍ له امله ځوان افغانان دیته اړ شول چې له هېواد نه بهر ووزي. طآلبانو په یوشمیر سیمو کې خپل ځانونه محکم کړل؛ او دافغاانستان امنیتی قواوې دهېواد په درو کې په دوو برخو تسلط لري.

ولسمشر اشرف غني د حزب اسلامی افغانستان له استازیو سره
ولسمشر اشرف غني د حزب اسلامی افغانستان له استازیو سره

تیرکال له حکومت سره د حزب اسلامی خبرو اترو په حکومت کې یونوی امکاني سیاسي اهمیت منځته راوست؛ په دې توگه د جمعیت له غړیو سره دانزوا لا زیات ا حساس پېدا شو.

ښاغلي نور د جمهوري ریاست پراول معاون د خپل یو مخالف د شکنجی او جنسی تېریو د تور په اړه وویل که چېرې اول معاون (دوستم) دغه راز عمل ترسره کړی وي، نو دا دهغه شخصی عمل دی او د خپل شخصي عمل مسوول دی. د بلخ سرپرست والي ښاغلی نور وايي "دولت یا حکومت مسوولیت لري چې عدالت تطبیق کړي او هر اړخیز تحقیقات وکړي".

د جمهوري ریاست لومړی معاون عبدالرشید دوستم
د جمهوري ریاست لومړی معاون عبدالرشید دوستم

د جمهوري ریاست لومړي معاون رشید دوستم، د ښاغلي عطانور پخوانی مخالف او دښمن دی.

د جمهوري ریاست د لومړي معاون عبدالرشید دوستم پرپلویانو د هغوی د یو نیژدې مخالف د شکنجې او جنسي تیریو تورونه لگیدلي دي. له همدې امله د دې اونۍ په سر کې حکومت د دوستم د نهو کسانو د نیولو امر ورکړ.

له عبدالرشید دوستم سره د حکومت ستونزو دافغانستان سیاسي چاپېریال دومره پېچلی کړی دی چې سم اټکل ېې نشي کېدلی.

XS
SM
MD
LG