د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو سره پخوانی بندي: په سوله کې لوی خنډ بي باوري ده


د افغان امریکايي پوهنتون پخوانی استاد تیمتي ویکس
د افغان امریکايي پوهنتون پخوانی استاد تیمتي ویکس

د افغان امریکايي پوهنتون پخوانی استاد تیموتي ویکس چې طالبانو تښتولی و وايي، چې طالبان او هر افغان سوله غواړي لویه ستونزه پر یو او بل د باور نشتوالی دی.

استرالیايي تیموتي ویکس او امریکايي کیفن ګینګ د ۲۰۱۶ کال په اګست کې په کابل کې وتښتول شول او تېر کال د انس حقاني په ګډون د دوو طالب بندیانو سره تبادله شول.

ښاغلي ویکس امریکا غږ اشنا سره مرکه کې ویلي چې په اسټرالیا کې له مېشتو افغانانو سره ښې اړیکې لري.

تیموتي ویکس په دغه مرکه کې ویلي چې هغه له افغانستان او خلکو سره یې مینه لري. نوموړي د فبرورۍ په ۲۹ په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړه لیک په مراسمو کې هم ګډون وکړ او خپل دا ګډون «ویاړ» بولي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تازه یو ځل بیا د اوربند وړاندیز رد کړی دی.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهل شاهین ویلي چې دوی سولې او اوربند ته د رسېدو لپاره له امریکا سره جامع میکانیزم منلی دی.

هغه ویلي :"دکرونا له امله زرګونه بندیان په خطرکې اچولو او دتوافقنامې دبشپړ تطبیق اودسولې پروسې دمخنیوي با وجود اوربند غوښتل معقول ندی."

طالبان پر داسې مهال دا څرګندوني کوي چې افغان حکومت سولې ته د رسېدو او کرونا ویروس سره د مبارزې په هدف شاوخوا ۴۰۰ طالب بندیان ازاد کړل چې ټاکل شوې دا شمېر ۱۵۰۰ته ورسیږي.

طالبانو هم ۶۰ تنه بندیان ازاد کړي چې د افغانستان د ملي امنیت شورا د ویاند جاوید فیصل په وینا یوازي ۱۹ یې افغان سرتیري دي.

XS
SM
MD
LG