د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: د تاوتریخوالي لوړه کچه د سولې بهیر کمزوری کوي


آرشیف
آرشیف

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي لوړه کچه د منلو وړ نه ده او په دې کچه تاوتریخوالی به د سولې د بهیر د کمزوري کېدو سبب شي.

د دغه وزارت ویاندې مورګان اورټګس په یو بیان کې ویلي چې طالبانو په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموریت پر ځواکونو د بریدونو نه کولو په برخه کې یو لړ اقدامات کړي، خو لا هم "زیات شمېر افغانان وژني" چې دا وضعیت باید بدلون ومومي.

آغلې اورتګس ټینګار کړی: "په دې کچه تاوتریخوالی ګواښوونکی دی... دا له هیڅ لوري سره مرسته نه کوي او سوله کمزورې کوي".

په بیان کې دغه راز راغلي چې د امریکا-طالبانو د سولې د تړون او د افغانستان-امریکا د ګډې اعلامیې په اساس، د مارچ لسمه د بین‌الافغاني مذاکراتو د پیل نېټه ټاکل شوې وه؛ هغه مهالویش چې عملي نشو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویلي که څه هم د بین‌الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره ابتدايي چارې په بشپړېدو دي، خو د افغانستان د جمهوري ریاست د انتخاباتو کړکېچ د افغان مرکچي پلاوي د ټاکلو چارې له ځنډ سره مخامخ کړې دي.

آغلې اورټګس زیاته کړې: "جمهور رئیس غني موږ ته ویلي چې له ډاکټر عبدالله او د افغانستان نورو سیاسي مشرانو سره مشورې کوي او په راتلونکو څو ورځو کې به یو هراړخیز پلاوی اعلان کړي".

د افغانستان جمهوري ریاست ویلي چې د بین‌الافغاني مذاکراتو لپاره د مرکچي پلاوي د جوړولو چارې نهايي شوي دي. د جمهور رئیس د ویاند مرستیال دواخان مینه‌پال امریکا غږ ته وویل چې ژر به د دغه پلاوي د غړو لیست نشر شي.

XS
SM
MD
LG