د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي کارپوه: دافغانستان خلک په ټینگه سوله غواړي، خو څه ډول سوله؟


وکرم جې سنگ دامریکا د سولی په انستیتیوت کې د اسیایي چارو متخصص

دا پوښتنه د ټولو افغانانو سره موجوده ده چې سوله به له ځان سره څه راوړي؟ آیا دتیرو قربانیو لاسته راوړنې به خوندي شي ؟ آینده به څنگه وي؟

"...دا ډیره دردوونکې او غمجنه شخړه ده." وکرم سنگ وايی "... دا څرگنده ده چی دافغانستان خلک په ټینگه ددې ارزو لري چی سوله ولټوي او سوله پېدا کړي، خو داهم مهمه ده چې څنگه سوله؟

یوازې په ٢٠١٨ کې د یوه چاپي رپوټ له مخې څلور زره ملکیان د طالبانو په بریدونو کې ووژل شول، ٦٨ ځانمرگي بریدونه دملکیانو خلاف وشول. له ٢٠٠١ راهیسی خو دافغانستان دامنیتی قواو په زرگونو عسکر او پولیس وژل شويدي، په همدې توگه دامریکايی عسکرو د تلفاتو شمیرهم له زرگونو نه اووښتي دي خواوس د سولی لټون روان دی.

د امریکا غږ آشنا تلویزیون همکار نسیم ستانیزي له وکرم سنگ سره چی دامریکا د سولی په انستیتیوت کې د اسیا چارو متخصص دی په همدی ا ړه مرکه کړېده.

د ســولـــې لــټــون
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:37 0:00

وکرم سنگ وايي زه فکر نه کوم چی دلنډ مهال حکومت منځته راتلل دې د دې بهیر په پای کې مفهوم ولري. خو بیا هم داخبره باید او ل خو د مذاکراتو جز وي او دویم داچې افغانان د سولی بهیر په څه ډول تنظیموي. زما مطلب دادی چې مخالف سیاسی قوتونه، نژادي ډلې،اقلیتونه، مدنی ټولنی، اوښځې چی دافغانستان د ټولنی استاځي توب کوي، دابه ښه وي چی دا ټول په گډه کار وکړي او په دې پوښتنه غور وکړي چی آیا لنډ مهال حکومت به د حل ښه لاره وي او که نه؟ څوخپل ځانونه منظم کړي چی هم له طالبانو سره جگړه پرمخ بوزی او هم دېوې پراخې سولی لپاره مذاکرات وکړي.

د اوربند په اړه وکرسنگ زیاتوي چې جگړه او خبرې به دواړه تریوڅه وخت پورې دوام وکړي. که د خبرو نتیجه په اوربند ختمه نشی. نوڅرگنده خبره ده چی خبرې به وځنډول شي. نوزه فکر کوم چی اوربند بالاخره ضرور دی، خو پوښتنه داده چی کله اوڅومره ژر وشی. گومان کوم دغه راز فیصلی به ترهغه وخت نهډیرې ژروشی، څومره ېې چی خلک ېې تمه کوي.

دا پوښتنه هم شته چی ایا د سولی کول ممکن دي او که نه. په همدې شان په دې هم ټینگ غور پکارد ی چی څنگه به عملی کړی شي. آیا نړۍ وله ټولنه پکې نقش لرلی شي. آیا د نورو اسلامی هېوادونو دوستانه قواوې د څارنې او تعمیل قوه برابرولی شي. آیا د ملگرو ملتونه لپاره کوم نقش دلته شته دی که نه؟

XS
SM
MD
LG